غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د دریم او څلورم ټولګي محصلینو ته د غوره علمې څېړنو د ترسره کولو په موخه د پروپوزل لیکنې اړوند معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Thu, Sep 03 2026 9:48 AM
pl

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو د علمي او څېړنیزو ظرفیت لوړولو په موخه، د پروپوزل لیکنې اړوند علمي او څېړنیز سمینار ترسره شو.

دغه سمینار چې د کرنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی محمد مسعود نیکنام له لوري وړاندې شو؛ محصلینو ته یې د څېړنیز پروپوزل د اهمیت، د څېړنیزې موضوع د ټاکلو، د سرلیک، شالید، څېړنیزې ستونزې، موخو، پوښتنو، میتودولوژۍ، د علمي سرچینو د موندلو او حواله ورکولو او د پروپوزل د معیاري جوړښت په اړه اړین معلومات او عملي لارښوونې وړاندې کړې.

د سمینار موخه د محصلینو د څېړنیزو مهارتونو پیاوړتیا، د معیاري پروپوزل لیکنې له اصولو سره د هغوی بلدتیا او د راتلونکو علمي څېړنو لپاره د هغوی لا ښه چمتووالی و.

د یادونې وړ ده چې غزني پوهنتون د محصلینو د علمي او څېړنیزو وړتیاوو د لوړولو په موخه د ورته علمي او مسلکي پروګرامونو ترسره کولو ته دوام ورکوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

پنج شنبه

۱۴۴۸/۰۳/۲۰ هـ.ق

۱۴۰۵/۰۶/۱۲ هـ.ش

۲۰۲۶/۰۹/۰۳م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS