غزني پوهنتون د محصلینو د عملي زده کړو، فکري ودې او علمي تجربو د پراختیا په موخه د تیر سمستر پر مهال ۱۶۴ تنه محصلین د هیواد مختلفو پوهنتونونو او تاریخي سیمو ته په علمي سفرونو لیږلي دي.
غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت د منظم پلان پر اساس د محصلینو د عملي زدهکړو، فکري ودې، علمي تجربو د پراختیا او له ټولنې، تاریخي میراثونو او علمي چاپېریال سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا په موخه، د تېر پسرلني سمستر په جریان کې ۱۶۴ تنه محصلین د غزني ولایت اړوندو اداراتو تاریخي ځایونو ترڅنګ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پوهنتونونو، علمي، تاریخي او کلتوري سیمو ته په علمي سیرونو استولي دي.
دغه علمي سیرونه د محصلینو د نظري زدهکړو ترڅنګ د هغوی د عملي تجربو، مشاهدې، څېړنیز فکر او فکري پوهاوي د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې محصلینو د غزني ولایت اړوندو ادارو، تاریخي او کلتوري ځایونو، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پوهنتونونو او نورو علمي او ټولنیزو سیمو څخه لیدنې کړې دي.
په ورته مهال د محصلانو مرستیال مفتي عزت الله نوري وویل چې علمي سیرونه د محصلینو د زدهکړې د بهیر مهمه برخه ده؛ ځکه محصل یوازې د ټولګي په څلورو دېوالونو کې نه، بلکې د واقعي چاپېریال له مشاهدې، تجربې او عملي فعالیتونو څخه هم ډېر څه زده کوي؛ او زیاته یې کړه چې د پوهنتون له لوري د علمي سیرونو ترسره کول د دې ترڅنګ چې د محصلینو علمي او مسلکي وړتیاوې پیاوړې کوي، د تاریخي او فرهنګي میراثونو د پېژندنې، ملي احساس د پیاوړتیا، ټولنیزو اړیکو د پراختیا او د علمي لیدلوري د پراخېدو زمینه هم برابروي.
د یادونې وړ ده چې د تېر پسرلني سمستر په جریان کې د ۱۶۴ تنه محصلینو علمي سیرونه د همدې موخې په لړ کې ترسره شوي، چې د محصلینو د عملي زدهکړو او فکري ودې په برخه کې یې د پام وړ اغېز لرلی دی.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۲/۲۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۵/۱۳ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۸/۰۴م
