غزني پوهنتون د محصلینو د عملي زده کړو، فکري ودې او علمي تجربو د پراختیا په موخه د تیر سمستر پر مهال ۱۶۴ تنه محصلین د هیواد مختلفو پوهنتونونو او تاریخي سیمو ته په علمي سفرونو لیږلي دي.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲
ql

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت د منظم پلان پر اساس د محصلینو د عملي زده‌کړو، فکري ودې، علمي تجربو د پراختیا او له ټولنې، تاریخي میراثونو او علمي چاپېریال سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا په موخه، د تېر پسرلني سمستر په جریان کې ۱۶۴ تنه محصلین د غزني ولایت اړوندو اداراتو تاریخي ځایونو ترڅنګ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پوهنتونونو، علمي، تاریخي او کلتوري سیمو ته په علمي سیرونو استولي دي.

دغه علمي سیرونه د محصلینو د نظري زده‌کړو ترڅنګ د هغوی د عملي تجربو، مشاهدې، څېړنیز فکر او فکري پوهاوي د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې محصلینو د غزني ولایت اړوندو ادارو، تاریخي او کلتوري ځایونو، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پوهنتونونو او نورو علمي او ټولنیزو سیمو څخه لیدنې کړې دي.

په ورته مهال د محصلانو مرستیال مفتي عزت الله نوري وویل چې علمي سیرونه د محصلینو د زده‌کړې د بهیر مهمه برخه ده؛ ځکه محصل یوازې د ټولګي په څلورو دېوالونو کې نه، بلکې د واقعي چاپېریال له مشاهدې، تجربې او عملي فعالیتونو څخه هم ډېر څه زده کوي؛ او زیاته یې کړه چې د پوهنتون له لوري د علمي سیرونو ترسره کول د دې ترڅنګ چې د محصلینو علمي او مسلکي وړتیاوې پیاوړې کوي، د تاریخي او فرهنګي میراثونو د پېژندنې، ملي احساس د پیاوړتیا، ټولنیزو اړیکو د پراختیا او د علمي لیدلوري د پراخېدو زمینه هم برابروي.

د یادونې وړ ده چې د تېر پسرلني سمستر په جریان کې د ۱۶۴ تنه محصلینو علمي سیرونه د همدې موخې په لړ کې ترسره شوي، چې د محصلینو د عملي زده‌کړو او فکري ودې په برخه کې یې د پام وړ اغېز لرلی دی.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

سه شنبه

۱۴۴۸/۰۲/۲۰ هـ.ق

۱۴۰۵/۰۵/۱۳ هـ.ش

۲۰۲۶/۰۸/۰۴م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د ۲ میلیونه او ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت په غزني پوهنتون کې د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د غزني پوهنتون د ټولو تدریسي او اداري ودانیو ترمیم، رنګمالي او د کرنې پوهنځي لپاره د سیپټیک څاه جوړول شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS