غزني پوهنتون د ۱۴۰۵ مالي کال په ترڅ کې د محصلینو د غذا او بدل اعاشې د لګښتونو لپاره ټولټال ۶،۱۵۰،۰۰۰ افغانۍ مصرفوي.
غزني پوهنتون کې له رهبرۍ سره د مالي او حسابي آمریت، دغه پوهنتون ته د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ورکړل شوې بودیجې په اړه د معلوماتو شریکولو پر مهال وویل چې روان کال به د محصلینو د غذا او بدل اعاشې د لګښتونو لپاره ټولټال ۶،۱۵۰،۰۰۰ (شپږ میلیونه، یو لک او پنځوس زره) افغانۍ مصرفوي.
په ورته مهال مسؤلینو وویل چې، دغه بودجه د محصلینو د هوساینې، د زدهکړو د مناسب چاپېریال د پیاوړتیا او د لوړو زدهکړو د خدماتو د کیفیت د ښه والي په موخه ځانګړې شوې ده. د یادو مصارفو له لارې به د شرایطو له مخې مستحقو محصلینو ته د غذا او بدل اعاشې اسانتیاوې برابرې او د دوی ستونزي به ورباندې حل شي.
هېره دي نه وي چې د پورتنیو مصارفو ترڅنګ به غزني پوهنتون د وسایلو د اخیستلو، ودانیزو چارو د بیرته رغولو په موخه به ۴۱۹۵۰۰۰ افغانۍ بودیجه به مصرف کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۷/۰۱/۱۳ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۰۸ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۲۹م
