غزني پوهنتون د ۱۴۰۵ مالي کال په ترڅ کې د محصلینو د غذا او بدل اعاشې د لګښتونو لپاره ټولټال ۶،۱۵۰،۰۰۰ افغانۍ مصرفوي.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۴
sw

غزني پوهنتون کې له رهبرۍ سره د مالي او حسابي آمریت، دغه پوهنتون ته د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ورکړل شوې بودیجې په اړه د معلوماتو شریکولو پر مهال وویل چې روان کال به د محصلینو د غذا او بدل اعاشې د لګښتونو لپاره ټولټال ۶،۱۵۰،۰۰۰ (شپږ میلیونه، یو لک او پنځوس زره) افغانۍ مصرفوي.
په ورته مهال مسؤلینو وویل چې، دغه بودجه د محصلینو د هوساینې، د زده‌کړو د مناسب چاپېریال د پیاوړتیا او د لوړو زده‌کړو د خدماتو د کیفیت د ښه والي په موخه ځانګړې شوې ده. د یادو مصارفو له لارې به د شرایطو له مخې مستحقو محصلینو ته د غذا او بدل اعاشې اسانتیاوې برابرې او د دوی ستونزي به ورباندې حل شي.
هېره دي نه وي چې د پورتنیو مصارفو ترڅنګ به غزني پوهنتون د وسایلو د اخیستلو، ودانیزو چارو د بیرته رغولو په موخه به ۴۱۹۵۰۰۰ افغانۍ بودیجه به مصرف کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۷/۰۱/۱۳ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۰۸ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۲۹م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د ۲ میلیونه او ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت په غزني پوهنتون کې د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د غزني پوهنتون د ټولو تدریسي او اداري ودانیو ترمیم، رنګمالي او د کرنې پوهنځي لپاره د سیپټیک څاه جوړول شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS