غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر د شل تنه ممتاز او لوړې فیصدي لرونکو محصلینو د ستاینې غونډه ترسره شوه.

gu_user1
Tue, Jun 16 2026 2:43 PM
qa

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي هڅونې او د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو په موخه، د پوهنتون په کچه د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال د خزاني سمیستر د شلو تنو ممتازو او لوړې فیصدي لرونکو محصلینو د ستاینې ځانګړې غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د پوهنتون مسؤلینو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و. غونډې ته د وینا پر مهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري ممتازو محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دوی علمي لاسته‌راوړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې د دوی بریاوې به نورو محصلینو ته هم د لا زیاتو هڅو او غوره زده‌کړو لپاره الهام وبښي.
او همداراز یې د دیني او عصري علومو پر زده کړه زیات ټینګار وکړ او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې داسي زده کړې وکړي چې له نړیوالو څخه په هر څه کې پرمختګ وکړي.

هېره دي نه وي چې د غونډې په پای کې ممتازو او د لوړې فیصدي لرونکو شل تنه محصلینو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۲۶ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۱۶ م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS