غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر د شل تنه ممتاز او لوړې فیصدي لرونکو محصلینو د ستاینې غونډه ترسره شوه.
غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي هڅونې او د زدهکړو د کیفیت د لوړولو په موخه، د پوهنتون په کچه د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال د خزاني سمیستر د شلو تنو ممتازو او لوړې فیصدي لرونکو محصلینو د ستاینې ځانګړې غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د پوهنتون مسؤلینو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و. غونډې ته د وینا پر مهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري ممتازو محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دوی علمي لاستهراوړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې د دوی بریاوې به نورو محصلینو ته هم د لا زیاتو هڅو او غوره زدهکړو لپاره الهام وبښي.
او همداراز یې د دیني او عصري علومو پر زده کړه زیات ټینګار وکړ او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې داسي زده کړې وکړي چې له نړیوالو څخه په هر څه کې پرمختګ وکړي.
هېره دي نه وي چې د غونډې په پای کې ممتازو او د لوړې فیصدي لرونکو شل تنه محصلینو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۲۶ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۱۶ م
