غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د محصلینو د حقوقو، استازیتوب او تګلارو تائیدي ترڅنګ په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

gu_user1
Tue, May 19 2026 3:41 PM
qw

غزني پوهنتون کې دعلمي شورا نوبتي ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د یادې شورا ټولو غړو ګډون درلود.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د یاد معاونیت مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د وخت پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي د شورا له غړو وغوښتل چې ناستې ته په خپل وخت حاضر شي، څو د چارو بهیر لا چټک، منظم او اغېزمن پر مخ ولاړ شي.
وروسته د تېرې ناستې د اجنډا پر پرېکړو لنډه کتنه او ارزونه وشوه؛ او د نوې اجنډا له مخې د مالي او اداري چارو معاونیت د ۱۴۰۵هـ ش مالي پلان د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د ۱۴۰۵هـ ش کاري پلان، د رواني مشاورې مرکز تجهیز، د محصلینو د حقوقو، استازیتوب او تګلارو تائید، د پوهنتون د عمومي کتابتون له پاره د مشورتي بورډ جوړولو او څو تنو استادانو د علمي ترفیعاتو دوسیو تائیدي تر څنګ په یو شمېر مهمو علمي او اداري موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت 
سه شنبه
١٤٤٧/١٢/٢هجری قمری
۲۹ ثور ۱۴۰۵ هجری شمسی
۱۹ می ۲۰۲۶ میلادی

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS