غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د شاګرد محورۍ ترعنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.

gu_user1
Mon, Apr 20 2026 3:08 PM
qw

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په نوښت، د کرنې پوهنځي ۱۲۰ تنو محصلینو ته د شاګرد محورۍ تر عنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی روح الله کمال له لوري وړاندې شو. چې پرمهال له محصلینو سره د شاګرد محورې زده‌ کړې پر پېژندنه او اهمیت هر اړخیز معلومات شریک کړل او ویې ویل چې په یاد میتود کې محصل د زده‌ کړې د بهیر محور ګڼل کېږي او استاد د لارښود رول لري.
او زیاته یې کړه چې دا ډول تدریسي لارې چارې د محصلینو د تفکر، تحلیل او عملي مهارتونو په وده کې مهم رول لوبوي او کولی شي د زده‌ کړې کیفیت لوړ کړي.
 محصلینو د یاد سیمینار هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دا ډول پروګرامونه د دوی د علمي ظرفیتونو په لوړولو کې ګټور تمامېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ٣ مه 
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ٣١ مه
۲۰۲۶م، اپریل ٢٠ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS