غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د کرنیزو سټنډرډونو د پېژندنې او ترویج په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Sat, Apr 11 2026 12:03 PM
er

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي په نوښت، د دغه پوهنځي ګڼ شمېر محصلینو ته د کرنیزو سټنډرډونو (معیارونو) او کرنیزو عصري سیستمونو د پېژندنې او ترویج په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو. د سمینار موخه د معیاري کرنې د اصولو، نويو ټکنالوژیو او پرمختللو کرنیزو سیستمونو سره د محصلینو بلدتیا وه، څو وکولای شي په عملي ډګر کې اغېزمن رول ولوبوي.
د سمینار د پیل پرمهال د یاد پوهنځي رئیس پوهنمل ثابت احمد باوري د کرنيزو سټنډرډونو او عصري کرنیزو سیستمونو په اړه معلومات وړاندې کړل؛ او محصلین یې وهڅول چې باید له نړیوالو کرنیزو معیارونو سره ځانونه بلد او د هېواد د کرنیز سکتور په وده او ځان بسیاینې کې فعاله ونډه واخلي.
وروسته سمینار د هیواد د معیار او کیفیت ملي ادارې د څېړنو او مطالعاتو رئیس انجنیر ډیپلوم هارون باوري له لوري وړاندې شو چې پرمهال يې محصلینو ته د کرنیزو سټنډرډونو پر پېژندنه، اهمیت، د تولید د کیفیت لوړولو، د اوبو د مؤثر مدیریت، او د عصري کرنیزو وسایلو پر کارونې او د اقلیمي بدلونونو اغېزې او د هغو پر وړاندې د نويو کرنیزو میتودونو په اړه يې اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په پای کې سمینار په پوښتنو او ځوابونو باندې پای ته ورسېد او محصلینو د موضوعاتو په اړه خپلې پوښتنې  شریکې کړې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۴ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۲۲ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۱۱ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS