غزني پوهنتون کې له محصلینو څخه د دوحې تړون اړوند کتاب ازموینه واخیستل شوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۵۴
we

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري له محصلینو څخه د دوحې تړون کتاب اړوند ځانګړې ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې د پیل پرمهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري وویل چې د دوحې تړون د افغانستان د روان وضعیت په سیاسي جوړښت مهم اغېز درلود ، نو اړینه وه چې محصلین د څېړنو او تحلیلي فکر پر مټ د دغه تړون ټولې حقوقي، تاریخي او اجرايي برخې په ژوره توګه وپېژني. دوی زیاته کړه چې محصلین باید وکولای شي د سیمې د سیاست له بدلونونو سره سم، دقیق تحلیل وړاندې کړي او د هیواد د ثبات په برخه کې علمي رول ولوبوي.

محصلینو د ازموینې په اړه د خوښۍ ترڅنګ وویل چې دا ډول علمي پروګرامونه د دوی د تخصصي مهارتونو د لوړولو، د ملي موضوعاتو د درک کولو او د هېواد د راتلونکي لپاره د مسوولانه فکر روزلو په برخه کې مهم بنسټ جوړوي.
دغه ازموینه د علمي اصولو پر بنسټ په منظم ډول ترسره شوه او د پایلو پر بنسټ به غوره زده کوونکي د ستاینلیکونو او تشویقي برنامو له لارې وستایل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 شنبه، ۳ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۵
Background image

غزني پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان کمېټې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لومړنۍ ناسته ترسره کړه.

 غزني پوهنتون کې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ  د ستراتیژیک پلان کمېټې  د ۱۴۰۵ه ش کال لومړنۍ ناسته ترسره کړه.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۸
Background image

غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې له لوري په ۱۴۰۴هـ ش کال کې د ترسره شویو کړنو راپور وړاندې کولو په موخه ناسته ترسره کړه.

غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ، د پوهنځیو د رئیسانو او ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستي پیل د قرآنکریم په مبارکو آیتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۴۲
Background image

د غزني پوهنتون او عامې روغتیا ریاست ترمنځ د علمي او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د غزني پوهنتون او یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ترمنځ د علمي او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه، د دوه اړخیزو ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.  یاد هوکړه لیک د غزني پوهنتون په ریاست. . .

BACK TO NEWS