د غزني پوهنتون او عامې روغتیا ریاست ترمنځ د علمي او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۴۲
gh

د غزني پوهنتون او یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ترمنځ د علمي او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه، د دوه اړخیزو ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.  یاد هوکړه لیک د غزني پوهنتون په ریاست مقام کې د دواړو ادارو د مسؤلینو په شتون کې لاسلیک شو. 
چې په لومړي سرکې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل نقیب الله خانې خېل د دواړو لوریو له طرفه د ترتیب شوي هوکړه لیک په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دې هوکړه لیک له مخې به، دواړه لوري په بېلابېلو برخو لکه ګډو څېړنو، روزنیزو ورکشاپونو، د محصلینو د عملي زده کړو (انټرنشیپ) پروګرامونو، او د روغتیايي معلوماتو د تبادلې په برخو کې نیږدې همکاري کوي.
وروسته د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د عامي روغتیا رئيس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې غزني پوهنتون له عامې روغتیا ریاست سره هرډول همکاریو ته چمتو او دغه ریاست کولای شي چې د پوهنتون له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه واخلي او زیاته یې کړه چې د دواړو لورو ترمنځ همکارۍ کولی شي د محصلینو عملي مهارتونه لوړ کړي او هغوی ته د زده کړو ترڅنګ د واقعي کاري تجربې زمینه برابره کړي.
بلخوا، د عامې روغتیا ریاست رئیس ډاکټر رسول خان نظري د غزني پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه او ویې  ویل چې پوهنتون د علمي کادرونو کور او د روزنې ځای ده نو د عامي روغتیا  په برخه کې له دغه علمي ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې سره به د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه شي او د څېړنیزو پروګرامونو له لارې به د ټولنې روغتیايي ستونزو ته به اغېزمنې حل لارې وموندل شي. او زیاته یې کړه چې دوی چمتو دي چې له شوي هوکړه لیک څخه پرته پر هره برخه کې له پوهنتون سره هر ډول همکارۍ ترسره کړي. 

د یادونې وړ ده چې دا نوښت به نه یوازې د زده کړو او څېړنې کچه لوړه کړي، بلکې د غزني ولایت د روغتیايي سکتور په پیاوړتیا کې به هم مهم رول ولوبوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۰ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۸ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۷ مه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۶
Background image

د غزني پوهنتون د ودې، بنسټز پرمختګ، دوه اړخیزو همکاریو د جلب او ځینو زیربنایې چارو د ترسره کولو په موخه په کابل کې د ترکیې هیواد د تیکا خیریه بنسټ سره د همغږي ناسته ترسره شوه.

د غزني پوهنتون د عمومي رئیس په مشرۍ دری کسیز هیئت د دغه پوهنتون د ودې، بنسټیز پرمختګ، دوه اړخیزو همکاریو د جلب او د پوهنتون د ځینو زیربنایي چارو د پیاوړتیا په موخه، په کابل کې د ترکیې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۷
Background image

د ټولنې اصلاح او فکري رغښت یو ورځني سمینار کې د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ټولنې د نوښتګرو وګړو لپاره د اغېزمنو طرحو جوړولو په موخه هر اړخیز معلومات او پایلې شریکي شوې.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همکاري د «ټولنې اصلاح او فکري رغښت» تر سرلیک لاندې یو ورځني جوړ شوي سمینار کې، چې د بېلابېلو ادارو شاو او خوا ۳۵۰ تنه استازو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، اداري چارو د لا ښه تنظیم او ورځنیو دندو د اغېزمن ترسره کولو په موخه، د «وخت مدیریت» تر سرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، اداري چارو د لا ښه تنظیم او ورځنیو دندو د اغېزمن ترسره کولو په موخه، د «وخت مدیریت» تر سرلیک لاندې درې. . .

BACK TO NEWS