غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې میاشتنۍ ناسته ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۳:۵۲
xc

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې میاشتنۍ ناسته د یاد پوهنتون د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ؛ او د کمېټې د غړو په حضور کې ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې د تېرې ناستې پریکړو ته د اطمینان د حاصلېدو په موخه لنډه کتنه وشوه.
او دارنګه د نوي اجنډا سره سم په لیلیه کې د مېشتو استادانو او کارکوونکو د پنځه وخته په جماعت سره د لمانځه د اداء کولو، له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د دریمې ربعي نصاب د ازموینې د ترسراوي او مکافاتو ترڅنګ په یو لړ متفرقه موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې. 

او همداراز د ناستې په پای کې د کمېټې غړو پر دوامداره همغږۍ، ګډ کار او مسؤلیت‌پذیرۍ ټینګار وکړ او د دعوت او ارشاد د فعالیتونو د لا پیاوړتیا لپاره یې په لا زیات کار ټینګار وکړ.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۱۵ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۵ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS