غزني پوهنتون کې د ادارې خدماتو د ودې او پرمختیايي پروژو د لا ښه تنظیم په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۱:۲۳
re

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په مشرۍ د ادارې چارو د ودې، خدماتو او پرمختیايي پروژو د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا په موخه اداري ناسته ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې شیخ صاحب ټولو ګډونوالو د ښه راغلاست ترڅنګ د کارونو د پر وخت ترسره کولو څخه خوښي څرګنده کړه، او د قرآني آیت په ذکر کولو سره یې وویل چې باید پر خپلو ځانونو کې تغیر راولو او په اداراتو کې له مراجعینو سره ښه سلوک وکړو او د بیت المال څخه د ساتنې ترڅنګ له خیانت کولو نه ځانونه وساتو. دارنګه یې د تېري ناستې پریکړو ته داطمینان د حاصیلېدو په موخه لنډه کتنه وکړه، چې په پایله کې  د یاد معاونیت اړوند کارکوونکو ته د ورسپارل شوو کارونو راپورونه وړاندې کړل او د روانو پروژو، ستونزو او اړینو اصلاحاتو په اړه یې مفصلې څرګندونې وکړې.
وروسته د نوي اجنډا مطابق د نویو چارو په ترسراوي خبري اتري وشوې او د پلان سره سم هر کارکوونکې ته په اړوند برخه کې کارونه وسپارل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۱۹ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۹ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS