د غزني پوهنتون او د سید جمال‌الدین افغان کنړ پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۹
yu

تیره ورځ د غزني پوهنتون او د سید جمال‌الدین افغان کنړ پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي، څېړنیزو او اکادمیکو همکاریو هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو د مسؤلینو له لوري لاسلیک شو.
په پیل کې د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور راغلي پلاوي ته ښه راغلاست او هرکلی وویل او زیاته یې کړه چې د پوهنتونونو ترمنځ دا ډول همکارۍ زموږ د هېواد د علمي او څېړنیز پرمختګ بنسټ جوړوي. موږ باور لرو چې د ګډو علمي پروګرامونو، د استادانو او محصلینو د تبادلې، او د ګډو څېړنو له لارې به د دواړو پوهنتونونو کچه لا پسې لوړه شي.
په ورته وخت کې، د سید جمال‌الدین افغان کنړ پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي د غزني پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه؛ او دارنګه یې د تفاهملیک او د پوهنتونونو ترمنځ د ګډو علمي همکاریو په اهمیت خبري وکړې او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د تفاهمنامې لاسلیک یې یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې موږ هڅه کوو چې له غزني پوهنتون سره د علم، څېړنې، د کیفیت لوړونې او د نوي علمي نسل د روزنې په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.

دغه هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو د علمي اړیکو د پیاوړتیا، د متقابلې تجربې د شریکولو او د علمي همکارۍ د یو نوي فصل پیل ګڼل کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 چهارشنبه، ۱۴ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۴ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS