د غزني پوهنتون کې له یو شمېر محصلینو څخه د "ځوان نسل فکري روزنه او د انحراف پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه" تر سرلیک لاندې د کتاب سیالۍ ترسره شوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۳۲
yu

غزني پوهنتون کې د محصلینو تر منځ د فکري ودې، علمي هڅونې او فکري ثبات د پیاوړتیا په موخه، د «ځوان نسل فکري روزنه او د انحراف پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه» تر عنوان لاندې د کتاب سیالۍ ترسره شوه. دا سیالۍ د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم د محصلانو چارو معاونیت له لوري ترسره شوه.
چې پکې د بیلابیلو پوهنځیو لسګونه محصلینو ګډون کړی و، د دغي سیالۍ موخه د ځوانانو فکري روڼوالی، د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول او د فکري انحرافونو پر وړاندې د محصلینو فکري مصؤنیت پیاوړی کول وو. ګډونوالو د یاد کتاب منځپانګې ته ژوره مطالعه کړې وه او د سیالۍ په بهیر کې یې خپل علمي پوهه، تحلیل او درک د پوښتنو او ځوابونو له لارې څرګند کړ.
د ازموینې د پیل پر مهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري لومړي د دغه کتاب په ارزښت او اهمیت خبري وکړې او زیاته یې کړه، چې د ځوانانو فکري روزنه د یوه سالم او هوښیار ملت بنسټ جوړوي. زموږ مسؤلیت دا دی چې د علم، پوهې او فکري ثبات له لارې خپل ځوانان د هر ډول فکري انحراف او بې لارې کېدو څخه وژغورو؛ او محصلینو ته یې د ازموینې د بشپړ شفافیت د ډاډ ترڅنګ د پایلو د ژر اعلان او غوره ګډونوالو ته د ستاینلیکونو او تحفې ورکولو اړوند یې خبري وکړې.
دارنګه د محصلینو له لوري د دې ډول علمي او فکري پروګرامونو دوام یو مهم ګام وبلل شو او ټینګار وشو چې دا به د مطالعې او فکري شعور د لوړولو لپاره مثبت اغېز ولري.
د غزني پوهنتون مسؤلینو وویل چې د داسي سیالیو لړۍ به دوام ومومي، تر څو د محصلینو د فکري روزنې، مثبت فکر، او سالم بحث فرهنګ لا نور هم پیاوړی شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه، ۲۲، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۲۳، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS