غزني پوهنتون کې د کرنې او د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو محصلینو ته؛ په تحصیلي نهادونو کې له ازموینې څخه د اضطراب ( وېري) د مخنیوي اړوند د عامه پوهاوي سمینار دائر شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۱۷
bn

ورځ: سه شنبه
  ذالحجه ۲۷ مه، ۱۴۴۶ هـ.ق  
سرطان ۳ مه، ۱۴۰۴ هـ.ش
 جون ۲۴ مه، ۲۰۲۵ م.

نن ورځ غزني په پوهنتون کې، د کرنې او د ژبو او ادبیاتو پوهنځيو له لومړي ټولګي څخه تر څلورم ټولګي پوري محصلینو ته؛ په تحصیلي نهادونو کې د ازموینې پرمهال د ویرې ( اضطراب) د کنټرول او مخنیوي په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو. 
د غه سمینار د کرني پوهنځي استاد پوهنمل ثابت احمد باوري او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل محمد مصطفی صفا له لوري په جلا جلا وختونو کې ترسره او محصلینو ته پکي، د ازموینې پر مهال د فشار، اندېښنې او وېرې پر وړاندې د مبارزې د لارو چارو ور ښوودل، او هغوی ذهناً او رواناً د ازموینو لپاره چمتو کول؛ او د ازموینې اضطراب د مفهوم روښانه کول، د اضطراب منفي اغېزې تشریح کول، د اضطراب کمولو علمي او علمي لارې په ګوته کول او د رواني ملاتړ ارزښت بیانول شامل وو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS