غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته د یاد پوهنځي د ستراتیژیک پلان د پېژندنې او تشریح په موخه زده کړه ییز سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۵۷
gy

قمري نېټه: ذالقعده ۲۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: ثور ۲۸، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: می ۱۸، ۲۰۲۵م

   تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته د دغه پوهنځي د ستراتیژیک پلان د پېژندنې په موخه زده کړه ییز او معلوماتي سیمینار ترسره شو.
په دغه جوړ شوي علمي او معلوماتي سیمینار کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد نامزد پوهنیار نورالله آرین د پوهنځي د ستراتیژیک پلان، رسالت/مأموریت، لرلید، بنسټیزو ارزښتونو، ځواکمنتیاوو او فرصتونو، ستراتیژیکو موخو او د ستراتیژیک پلان اړوند یې هر اړخیز معلومات له محصلینو سره شریک کړل. 
او د کمپيوټر ساینس پوهنځي اړوند کړنې او لاسته راوړنې یې هم ورسره شریکي کړې.
او په اخیر کې یې د محصلینو هر راز پوښتنو ته علمي ځوابونه وویل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS