د غزني پوهنتون دعوت ارشاد آمریت لوري استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون د تشریح اړوند معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۵۶
nj

قمري نېټه: شوال ۱۵، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وري ٢٥، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ١۴، ۲۰۲۵م

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون د ښه تطبیق په موخه د جوړي شوي کمېټې د پریکړو سره سم استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د یاد قانون د تشریح اړوند معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
یاده ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په خوږ تلاوت سره پرانیستل شوه، چې له روحانیت او برکت څخه ډکه فضا یې رامنځته کړه. ورپسې د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر، مولوي نقیب احمد منذر، پرانیستونکې وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې د غونډې د هدف او اهمیت په اړه خبرې وکړې او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون د ښه تطبیق اړوند یې پراخ وضاحت وړاندې کړ. هغه ټینګار وکړ، چې یاد قانون باید په پوهنتون کې د اسلامي اصولو او ټولنیز نظم د پیاوړتیا لپاره په مؤثر ډول عملي شي، تر څو یو سالم او دیني چاپېریال تضمین شي.
ورپسې د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال، مولوي محمد حیدر حمزه، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون مادې تشریح او په اړوند یې هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل. نوموړي د یاد قانون د شرعي بنسټونو، حقوقي اصولو، تطبیقي لارو چارو، او د عملي کولو مهمو اړخونو ته اشاره وکړه. هغه روښانه کړه، چې دغه قانون نه یوازې د فردي اصلاح لپاره مهم دی، بلکې د ټولنیز نظم، اخلاقي ارزښتونو، او اسلامي چاپېریال د رامنځته کېدو لپاره هم حیاتي رول لري. نوموړي د پوهنتوني چاپېریال لپاره د دغه قانون د تطبیق مشخصې طریقې هم بیان کړې او له استادانو، محصلینو، او کارکوونکو یې وغوښتل چې د دې قانون ملاتړ وکړي او په عملي کولو کې خپله ونډه واخلي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS