غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتی ناسته ترسره شوه او پکې د پوهنتون د کاري پلان د تائیدي اړوند د بحث او خبرو ترڅنګ لازمي پریکړي وشوې.

ورځ: سه شنبه
نیټه: ١١ رمضان المبارک ۱۴۴۶ هـ.ق
٢١ کب ۱۴۰۳ هـ.ش
١١ مارچ ۲۰۲۵ م
غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د یاد پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ تر سره شوه، چې پکې د یاد شورا غړو هم ګدون کړی وو.
ناسته د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې ښاغلي منصور د غونډې په پیل کې د پوهنتون شورا غړو او نورو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د علمي شورا پر ارزښت یې تفصیلي خبرې وکړې. نوموړي د علمي شورا رول د پوهنتون د علمي پرمختګ لپاره حیاتي وباله او څرګنده یې کړه چې دا شورا د تحصیلي، څیړنیزو، او اکاډمیکو چارو د سمون لپاره مهم تصمیمونه نیسي.
او ورپسې د یاد پوهنتون دعلمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د تیر کال لاسته راوړنې او د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو راپور وړاندې کړ. نوموړي د علمي، تدریسي، او څېړنیزو پرمختګونو لنډه ارزونه وکړه او د مهمو لاسته راوړنو یادونه یې وکړه.
ښاغلي حمزه د پوهنتون د عمومي کمېټو د واحد فارمټ د تائیدي په اړه خبرې وکړې، چې موخه یې د اسنادو او پرېکړو د یووالي او منظم مدیریت یقیني کول وو. نوموړي دا ګام د پوهنتون د اداري شفافیت او همغږۍ لپاره مهم وباله.
همداراز، په بودیجه کې د معاونیتونو ترمنځ د همغږۍ پر موضوع بحث وشو، تر څو مالي منابع مؤثر وکارول شي او پرمختیايي پروژې په متوازن ډول تنظیم شي.
د پوهنتون کاري پلان هم تائید شو، چې د تحصیلي، څېړنیزو، او اداري موخو د تحقیق لپاره یو مهم ګام وبلل شو.
تر څنګ یې پر ځینو متفرقه موضوعاتو هم بحث وشو او اړینې پرېکړې وشوې، چې د پوهنتون د علمي او اداري پرمختګ لپاره ګټورې و ګڼل شوې.
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیدله
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت