غزني پوهنتون کې استادانو ته د( SPSS ) پروګرام اړوند سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۴:۲۲
zc

ورځ: یکشنبه
۲۴/شعبان المعظم۱۴۴۶ه ق
۵/ کب / ۱۴۰۳ هـ ش
۲۳/ فبروري / ۲۰۲۵ ميلادي 

غزني پوهنتون کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري استادانو ته ( SPSS ) پروګرام اړوند علمي سیمینار پیل شو.
په جوړ شوي سیمینار کې د ۶۰ په شاو خواکې استادانو ګډون کړی وو.
د سیمینار پیل د قرآنکریم په مبارکو آیاتونو سره وشو.
وروسته د جوړي شوي اجنډا مطابق د اقتصاد پوهنځی  رئیس پوهنمل وحیدالله امین د SPSS پروګرام په عملي او نظري ډول تشریح او په عملي برخه کې یې د څو ترسره شویو څېړنو تحلیل او تشریح یې ترسره کړه، دارنګه یې د دغه سافټویر اړوند نورو مینیوګانو او په څېړنو کې د کاریدونکو کمانډونو په باره کې چمتو کړي هر اړخیز علمي معلومات وړاندې کړل.
او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هر ډول علمي ځوابونه وویل. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS