د غزني پوهنتون استادانو ته په دغه پوهنتون کې د کلیوالي سیمو پرمختګ تر سرلیک لاندي جوړیدونکي ملي کنفرانس اړوند یو ورځنی معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۱۵
nm

۱۴۴۶هـ ق د رجب المرجب ۲۸مه

۱۴۰۳هـ ش د سلواغې ۱۰ مه

۲۰۲۵م د جنورۍ ۲۹ مه

نن ورځ د غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري استادانو ته په دغه پوهنتون کې د کلیوالي سیمو پرمختګ تر سرلیک لاندې جوړیدونکي ملي کنفرانس اړوند یو ورځنی معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار د پیل پرمهال د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د سیمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ د سیمینار د اهمیت او ارزښت اړوند هر اړخیزي خبري وکړې، او له استادانو سره یې د علمي چارو او جوړېدونکو سیمینارونو په برخه کې د هر ډول علمي همکاریو ډاډ څرګند کړ.

وروسته د څېړنو د آمر پوهنیار میرویس منصور کاکړ له لورې د کلیوالي سیمو پرمختګ جوړېدونکي ملي کنفرانس اړوند عمومي معلوماتو ارأیه، د مختلفو پوهنځیو لپاره د مقالو لیکلو اړوند موضوعاتو تشریح او د یاد کنفرانس د ښه تنظیم او ترسراوي لپاره د کمېټو معرفې په اړه هر اړخیز علمي معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د مجلې عمومي مدیر محمد الماس تکل د کنفرانس اړوند د رالیږل شوو مقالو، اړوند معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل. او په اخیر کې د مجلې د آمر پوهندوی سید رحیم غفاري، له لورې د کلیوالي سیمو پرمختګ ملي کنفرانس لپاره د مقاله، لیکلو لارښوود، د مقالو په جوړښت، د مقالو چوکاټ او ترتیب او نورو اړوندو موضوعاتو په باره کې علمي معلومات وړاندې کړل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS