د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلینو له‌خوا تمثیلي محکمه وړاندې شوه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۵:۰
zc

ورځ: سه‌شنبه هجري قمري: ۱/جمادی الثاني/۱۴۴۶ هجري شمسي: ۱۳/قوس/۱۴۰۳ میلادي: ۳/ډیسمبر/۲۰۲۴ د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي زده‌کړیالانو په تمثیلي ډول جزایي محکمه دائره او یو تن یې محاکمه کړ. په همدې موخه جوړو شوو مراسمو ته د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان وینا وکړه، او د دې ډول برنامو د ترسره کولو پر ارزښت یې خوښي څرګنده کړه او محصلان یې وهڅول، چې په داسې مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د خپلو عملي زده‌کړو لپاره ګټه ترې پورته کړي. ورپسې د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي سراج‌الدین عمر منصور هم خپله خوښي څرګنده کړه، او د استادانو هڅې یې وستایلې او زیاته یې کړه چې علم د الله صفت دی؛ نو الله پاک دغه صفت پاکو خلکو ته ورکوي. هغه له محصلینو وغوښتل چې د رسول الله (ص) د قدمونو پلوي شي، او د هغه صفات په خپلو ژوندونو کې عملي کړي او خپل صورت او سیرت د شریعت په چوکاټ کې برابر کړي. وروسته د یاد پوهنځي محصلینو د تمثیلي محکمې په ترڅ کې یوه فرضي جزایي قضیه وڅېړله او یو فرضي متهم یې علنی محاکمه کړ. د محاکمې پایله دا وه چې متهم ته په فرضي ډول د شپږو میاشتو د بند سزا واورول شوه. په پای کې د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د ترسره شوې محاکمې ارزونه وکړه. هغه د یادې محکمې مثبت ټکي په ګوته او وستایل. همدارنګه یې هغو برخو ته اشاره وکړه چې د تمثیلي محکمې لا ښکلا او موثریت لپاره باید ورته پاملرنه وشي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS