د غزني پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته، د دغه پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۳۹
AX

یکشنبه : ۲۲/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۴/قوس/۱۴۰۳ه.ش

۲۴/نوامبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون د رهبري شورا ناسته، د یاد پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. چې پر مهال یې د رهبري غړي، د پوهنځیو رئیسانو صاحبانو او د شورا غړو شتون درلود.

د ناستي پیل د کلام الله په څو مبارکو آیاتونو سره وشو.

ورپسې د پوهنتون عمومي رئیس مولوي صاحب منصور د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویل او د هغوی د صحت او روغتیا پوښتنه یې وکړه؛ همدارنګه یې په چارو کې د ښه اخلاص او ایماندارۍ په اړه خبرې وکړې. او ویې ویل چې ټول کارونه مو باید د الله تعالی (ج) د رضایت او خوښۍ لپاره وي، تر څو پر دنیا او اخیرت کې سرلوړي شو. او الله تعالی (ج) او آمران مو راڅخه خوشحاله شي.

وروسته د اجنډا سره سم د شورا د غړو له لورې د هیواد په پوهنتونونو کې د ترسره کېدونکو ملي کنفرانسونو لپاره د استادانو د مقالو په لېږد، د پوهنځیو د ستراتیژیکو پلانونو په تائید، د ټولو پوهنځیو د ورځنیو چارو څخه نظارت او ارزیابئ، د پوهنځیو د درسي نصاب اړوند کتنې، او په لوړو زده کړو وزارت کې د ۱۴۰۴ ه.ش کال لپاره د نویو پشنهاد شویو بستونو د دفاع، او د دعوت او ارشاد آمریت له لورې د افتخاری درسونو په څرنګوالي، او د کمپیوټر ساینس پوهنځي د بستونو په تعدیل او د استادانو او محصلینو د حاضریو د کتنې او کنټرول ترڅنګ په یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشوې، او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

او ناسته د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS