د غزني پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته، د دغه پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۳۹
AX

یکشنبه : ۲۲/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۴/قوس/۱۴۰۳ه.ش

۲۴/نوامبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون د رهبري شورا ناسته، د یاد پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. چې پر مهال یې د رهبري غړي، د پوهنځیو رئیسانو صاحبانو او د شورا غړو شتون درلود.

د ناستي پیل د کلام الله په څو مبارکو آیاتونو سره وشو.

ورپسې د پوهنتون عمومي رئیس مولوي صاحب منصور د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویل او د هغوی د صحت او روغتیا پوښتنه یې وکړه؛ همدارنګه یې په چارو کې د ښه اخلاص او ایماندارۍ په اړه خبرې وکړې. او ویې ویل چې ټول کارونه مو باید د الله تعالی (ج) د رضایت او خوښۍ لپاره وي، تر څو پر دنیا او اخیرت کې سرلوړي شو. او الله تعالی (ج) او آمران مو راڅخه خوشحاله شي.

وروسته د اجنډا سره سم د شورا د غړو له لورې د هیواد په پوهنتونونو کې د ترسره کېدونکو ملي کنفرانسونو لپاره د استادانو د مقالو په لېږد، د پوهنځیو د ستراتیژیکو پلانونو په تائید، د ټولو پوهنځیو د ورځنیو چارو څخه نظارت او ارزیابئ، د پوهنځیو د درسي نصاب اړوند کتنې، او په لوړو زده کړو وزارت کې د ۱۴۰۴ ه.ش کال لپاره د نویو پشنهاد شویو بستونو د دفاع، او د دعوت او ارشاد آمریت له لورې د افتخاری درسونو په څرنګوالي، او د کمپیوټر ساینس پوهنځي د بستونو په تعدیل او د استادانو او محصلینو د حاضریو د کتنې او کنټرول ترڅنګ په یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشوې، او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

او ناسته د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۰
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د افتخاري درسونو د پیل سره سم، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ګټو او په اسلامي نظام کې د آمر د ټاکنې اړوند اصلاحي او فکري سمینار پیل شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد  آمریت له لوري محصلینو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ګټو او په اسلامي نظام کې د آمر د ټاکنې تر سرلیکونو لاندې د اصلاحي او فکري درسونو لړۍ پیل شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۴۷
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او استادانو ته د تحصیلي نصابونو د ارزونې، تدوین، بیاکتنې او پراختیا درې ورځنی علمي سمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي په مشرۍ د شرعي، مسلکي او علمي متخصصینو پلاوي، د نصاب د ارزولو په موخه غزني پوهنتون ته له سفر سره سم؛ د دغه پوهنتون د ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو د خپلو علمي زده کړو په لړ کې اووه مهمې ډیټابیسي پروژې وړاندې کړې.

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو د خپلو عملي زده کړو په لړ کې اووه مهمې ډیټابېسي او معلوماتي پروژې په بریالیتوب سره وړاندې او دفاع کړې.
په دغو پروژو کې د تدارکاتو د اجناسو. . .

BACK TO NEWS