د غزني پوهنتون ۱۰۰ تنه محصلینو په شاو خوا کې د ویناوالۍ درسونه پیل چې یوه میاشت به دوام وکړي.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۳
ah

چهارشنبه: ۲۰/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۲/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۲۳/اکټوبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د یاد پوهنتون ۱۰۰ تنو محصلینو ته د ویناوالۍ درسونه پیل شول. د دغو درسونو د پیل پرمهال د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرسیتال انجنیر محمد عثمان منیب د دغو درسونو پیل د پوهنتون يو نوی نوښت او لاسته راوړنه وبلله او له محصلینو څخه غوښتنه وکړه چې له دغه فرصت نه اعظمي استفاده وکړي او دغو درسونو ته پر خپل وخت حاضر شي وروسته یې د مهارتونو د زده کړي په ارزښت، د صنف په اصولو او قوانینو خبري اتري وکړي او زیاته یې کړه چې له دغو برنامو څخه یې هدف د محصلینو د خپلو مسلکي زده کړو ترڅنګ فکري وده او مسلکي رشد ده او ویې ویل چې غواړي نوري دیته ورته برنامې هم په لاره واچوي.

ورپسې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل محمد مصطفی صفا د ویناوالۍ په ارزښت د وینا کولو په هنر او د ویناوالۍ اړوند نورو موضوعاتو په باره کې معلومات وړاندي کړل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS