په غزني پوهنتون کې د زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه د مرستو راټولولو لړۍ دوام لري:

gu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۴:۴۶
نت

نن ورځ دوشنبه چې د ۱۴۴۵ قمري کال د ربیع الاول د میاشتې له ۲۴ نېټې سره سمون خوري، د هرات او بادغیس ولایتونو د ناچاره او دردناکه مظلوم ملت سره د همکارۍ په موخه د مرستو راټولولو لړۍ پیل شوه. سهار مهال د غزني پوهنتون رهبري د یوې غونډې په ترڅ کې د زلزلې له آمله شهیدانو او زخمیانو ته دوعاء او کورنیو ته د صبرجمیل غوښتنه وکړه. وروسته یې د مرستې د راټولولو بهیر پیل کړ، چې د ورځي په اوږدو کې تقریباً د (87660) په اندازه افغانۍ را ټولې شوې. د غزني پوهنتون رهبري یو ځل بیا له ټولو محترمو استادانو، کارمندانو او محصلینو څخه هیله کوي، چې خپله هم مرسته وکړي او هم نور شتمن هېوادوال مرستې ته وهڅوي. د یادونې وړ دی، چې د مرستو راټولولو بهیر به سبا ورځ هم جریان ولري، ان شاالله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS