محصلانو چارو معاون ژوندلیک
د غزني پوهنتون د محصلانو چارو د معاون پوهنمل عبدالمتین میاڼي لنډه پیژندنه
پوهنمل عبدالمتین میاڼی د حاجی عبدالصمد زوی په ۱۳۷۲ هجري لمریز کال د جدي د میاشتي په لسمه نیټه د غزني ولایت، اندړو ولسوالۍ د حکیم خان کلا کلي په یوه علمي او جهادي کورنۍ کې زیږیدلی دی. لومړنۍ دیني زده کړي یې د خپل کلي د جومات له ملا امامانو څخه تر لاسه کړې دي. د لومړنیو دیني زده کړو له ترلاسه کولو وروسته په ښوونځي کې شامل شو. د ښوونځي ابتدایي دوره یې د اندړو ولسوالۍ د اکاخیلو په ښوونځي کې او متوسطه دوره یې د دې ولسوالۍ د سلطان محمد یعقوب په ښوونځي کې پای ته رسولې دي. وروسته د ښوونځي د لیسي دوري د بشپړولو په موخه د غزني مرکز د سید احمد مکه یي په لیسه کې شامل او له دې لیسي څخه په ۱۳۸۸ هجري لمریز کال کې فارغ شو. له فراغت سره سم یې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ چې له نېکه مرغه د غزني پوهنتون، کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګي ته بریالی او په ۱۳۹۲ کال کې له یاد پوهنتون څخه په لمړۍ درجه فارغ شو. له فراغت سره سم د آزادي سیالۍ د ازموینې له لاري د خوست شیخ زاید پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې د استاد په توګه مقرر شو، د تقرر څخه وروسته یې د تدریس تر څنګ د یاد پوهنتون په ټولو علمي چارو کې فعاله ونډه اخیستله. وروسته د غزني پوهنتون د مشرتابه او استادانو د پرله پسي غوښتنو په اساس په ۱۳۹۷ کال کې د غزني پوهنتون ته راتبدیل او له تبدیلیدو سره سم ایران هیواد ته د ماسټري زده کړو د تر لاسه کولو په موخه بریالی شو او د نوموړي هیواد د شهرکرد نړیوال پوهنتون د کرنې پوهنځي د کلیوالي پرمختیا (Rural development) په څانګه کې شامل او په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې یې د ماستري دوره په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسوله او بیرته ډکي منګولي خپل هیواد ته راستون شو. نوموړی د محصلانو چارو معاونیت د چارو د تر سره کولو تر څنګ د پوهنتون په علمي، رهبري او اداري شوراګانو کې فعال ګډون اخلي. د دې تر څنګ د پوهنتون په سطح د ځینو مهمو کمیټو لکه د ازموینو کمیټې، د نظم او دسپلین کمیټې او فرهنګي کمیټې مسئولیت په غاړه لري او په ځینو کمیټو کې لکه د تضمین کیفیت کمیټه، د نصاب کمیټه، د ترفیعاتو کمیټه او نورو کمیټو کې فعال غړیتوب لري.
ځیني اړین معلومات
د محصلانو چارو معاون: پوهنمل عبدالمتین میاڼی
استاد: د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او پراختیا د څانګي استاد
بریښنالیک پته: Abdulmatin1397@gmail.com
مبایل شمیره: 0776100879 / 0729336593
د دندي پته: غزني ښار، قلعه جوز، غزني پوهنتون، د کرنې پوهنځي بلاک، د محصلانو چارو معاونیت، لومړی پوړ، اطاق شمیره ۱۲.
=======================================================================
د غزنی پوهنتون محصلانو چارو پخوانی مرستیال پوهنمل احمد رضا صالحی بیوګرافی
پوهنمل احمدرضا صالحی د الحاج محمد صالح زوی په کال ۱۳۵۹ ه .ش چی د ۱۹۸۰ میلادی کال سره سمون لری د غزنی ولایت په یوه متدینه او روښن فکره کورنی کښی دی نړی ته سترګی غړولی. دینی زده کړی تر صرف بهایی پوری په خپل استوګنڅای کښی لوستی . لومړنی ، منځنی او تر یولسم ټولګی پوری زده کړی یی د غزنی ولایت د استاد عبدالغفور عالی لیسه کښی لوستی، په کال ۱۳۸۱ کښی پاکستان کویټه ښار ته لاړ او دولسم ټولګی یی هلته د عالی نور په عالی لیسه کښی پای ته ورسوله. په کال ۱۳۸۲ ه.ش. په بریا سره د کانکور ازموینه دلاری د کابل پوهنتون کرنی پو هنځی ته بریالی شو. په کال ۱۳۸۵ د یادی پوهنځی څخه په کادری نمرو فارغ شو. نوموړی یوکال په مختلفو اداراتو کښی دنده ترسره کړه وروسته په کال ۱۳۸۷ د ازاد رقابت دلاری د غزنی پوهنتون کرنی پوهنځی ته د استاد په صفت بریالی شو .په کال ۱۳۸۸ د تدریس سربیره د پوهنځی د مرستیال په حیث وټاکل شو . په کال ۱۳۸۹ کښی د ازاد رقابت دلاری هندوستان هیواد د ماستری زده کړو بورس ونو ته بریالی او یاد هیواد ته لاړ . د اګرانومی په څانګه ماستری دوری د تکمیل او په کال ۱۳۹۱ په بریالیتوب سره د ماستری دیپلوم ترلاسه کړ. د لوړو زده کړو وزارت څخه په مننی سره چی د ماستری زمینه یی مساعده کړی وه د ماستری زده کړو د تکمیل څخه وروسته د پوهنتون سره د بیا خدمت کولو ژمنی په اساس بیا ځلی د تدریس او خدمت کولو دپاره بیرته پوهنتون ته راستون او عملا یی په کار پیل وکړ نوموړی خپل علمی تجربی او نوښتونه د کرنی پوهنځی د استادانو او محصلینو سره ددی بنسټ د علمی برنامو د بهتر والی په مؤخه شریک کړی.
غزنی پوهنتون تر کال ۱۳۹۲ پوری د دوه نیم زره محصلینو په درلودلو او د محصلانو چارو د مرستیال بست نه موجودیت په اساس د زیاتو ستونزو سره مخ وو، استاد صالحی چی کومه وړتیا او ښایستګی درلوده د لوړو زده کړو وزارت له خوا د محصلانو چارو مرستیالی دندی ته غوره شو. په پوره ایمانداری، ریښتونولی او امانت داری تدریس علمی فعالیتونو او اړوند مسؤلیتونو ژمن شو د هند هیواد د یو معتبره پوهنتون د ښوو تجربو څخه یی بهتره استفاده وکړه. ددی اداری دلا بهتر والی لکه د تنظم برخه، پوهنتون کی د کریدیت سیستم تطبیق د مصوباتو اجرا، د طرزالعملونو تطبیق او ټول اړوند چاری د لوړو زده کړو د قانون او مقرراتو مطابق په ښه توګه پرمخ بیولی . برسیره پردی پوهنتون په رهبری او علمی شوراګانو کی فعاله برخه لری، د پوهنتون په زیاتره مهمو کمیټو لکه د تحصیلی نصاب پرمختګ، د اباور ورکونی او غوره والی، تقرر او انفکاک، علمی ترفیعات، ازموینی، نظم او دسپلین، فرهنګی او ... کمیټو مسؤلیت منلی او فعال سهم لری.
د اصلی دندی ترڅنګ د غزنی پوهنتون د ریاست، دغزنی ولایت مقاماتو، د غزنی ولایتی شورا او د لوړو زده کړو د رهبری له خوا رسما په ستاینلیکونو او مننلیکونو د لا تشویق په مؤخه ستایل شوی.
و من الله توفیق