غزني پوهنتون کې محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت، دعوت او ارشاد رياست لارښوونې، هدايات او د محصلينو د ژمن ليک ټولي مادې د اغېزمن تطبيق په موخه په منظمه توګه تشريح شوې.
غزني پوهنتون کې د یو دری کسیز هیئت چې پکي عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري ګڼ شمېر محصلینو ته د دیني، اخلاقي او تحصیلي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونو، هدایاتو او د محصلینو د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه د دغه ژمنلیک ټولې مادې په منظمه توګه تشريح شوې.
په ورته مهال عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن محصلینو ته د پوهنتون د اصولو، مقرراتو، علمي نظم او سالم تحصیلي چاپیریال په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
دارنګه د محصلانو مرستیال مفتي عزت الله نوري د ژمنلیک ټولې مادې په منظم او هر اړخیز ډول تشریح کړې او له محصلینو څخه یې په جدي توګه غوښتنه وکړه چې دغه مادې په پوره اخلاص، صداقت او ژمنتیا سره عملي کړي.
همداراز محصلینو هم ژمنه وکړه چې د دعوت او ارشاد ریاست له لارښوونو او د محصلینو له ژمنلیک سره به ځانونه ژمن ساتي او د یوه منظم، مسؤل او بااخلاقه محصل په توګه به خپلې دندې په ښه توګه ترسره کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۱/۲۷ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۲۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۷/۱۳م
