د اداري چارو د لا منظموالي، چټکتیا او ډیجیټلي کېدو په موخه، اداري کارکوونکو ته د ډیټابېس مدیریت لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د علمي چارو مرستیال د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال له کارکوونکو څخه د فعال او منظم ګډون غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټلي سیستمونو پراختیا د پرمختللې ادارې له مهمو اړتیاوو څخه ده او د دې روزنې له لارې به اداري کارکوونکي د ډیټابېس د مدیریت، معلوماتو د تنظیم، خوندي ساتنې او اغېزمنې استفادې په برخو کې خپلې مسلکي وړتیاوې لوړې کړي.
ټاکل شوې ده چې په دغه لس ورځني ورکشاپ کې به ګډونوال د ډیټابیس د جوړښت، مدیریت، ساتنې او اړوندو تخنیکي مهارتونو په اړه عملي او نظري زده کړې ترلاسه کړي، ترڅو وکولای شي د پوهنتون اداري چارې په معیاري او ډیجیټلي بڼه پر مخ یوسي.
هېره دي نه وي چې د کارکوونکو چارو آمریت د داداري چارو د منظموالې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابیلي پلان شوي برنامي ترسره کوي چې له دې سره به د پوهنتون اداري چارې لا منظمې او چټکي شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه
۱۴۴۷/۰۱/۰۸ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۰۳ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۲۴ م
