ژبو او ادبیاتو پوهنځی پروفايل
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس ژوندلیک:
پوهنیار رحیم الله رامش د امین الله خان زوی، په ۱۳۶۶هـ لمریز کال د غزني ولایت د «اسپندې» کلي په یوه علمي او روڼ انده کورنۍ کې سترګې غړولې دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د ابو نصر مشکان او ابراهیم شهید په لیسو کې سرته رسولې. ثانوي دورې بری لیک یې د شمس العارفین عالي لیسې څخه په ۱۳۸۵هـ ل کال په عالې درجه ترلاسه کړی. له فراغت سره سم یې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ. د خپلې خوښې او مینې پر بنسټ د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځی او بیا انګلیسی څانګې ته وروسته له ځانګړې ازموینې بریالی شو.
په ۱۳۸۶ کال کې یې په نوموړي پوهنځي کې زده کړې پیل او په ۱۳۸۹ کال کې په کادر او لوړه درجه فارغ شو. په ۱۳۹۰ کال کې یې د غزنی پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي انګلیسي څانګې کادري بست ته د ازموینې او رقابت له لارې بریالی شو. تر ۱۳۹۳کال پورې د نوموړې پوهنځی اړوند د انګلیسي څانګې د آمر او استاد په توګه دنده سرته ورسوله. په ۱۳۹۳هـ کال کې د لوړو مقاماتو د پرېکړې په اساس ادبیاتو پوهنځی په خپلواک ډول تاسیس شو. استاد رامش د ادبیاتو پوهنځي د انګلیسې څانګی د امر په توګه ومنل شو.
په ۱۳۹۴ کال کې د غزني پوهنتون له لوري په (T E S O L) (د نورو ژبو ویونکو ته د انګلیسي ژبې تدریس) برنامه کې د ماسټرۍ په موخه د شهید استاد ربانی پوهنتون ته وروپېژندل شو. په ۱۳۹۵هـ کال کې یې په عالې درجه د ماسترۍ دوره پای ته ورسوله او خپل د ماسترۍ دورې تیزس یې د (د هغو زده کوونکو پر زده کړه د انګېزې اغېزې چې انګلیسي ژبه د پردۍ ژبې په توګه زده کوي) تر سرلیک لاندې په بري سره دفاع کړ او د ماسټرۍ ویاړ تر خپلولو وروسته غزني پوهنتون ته بېرته راستون شو. په ۱۳۹۶هـ کال د انګلیسي څانګې امر ومنل شو.
د غزني پوهنتون د ۴۶۵ ګڼې مکتوب ۷/۷/۱۳۹۶ په اساس نوموړی د ادبیاتو پوهنځي د سرپرست او د پوهنتون د علمي شورا غړی وټاکل شو. په۴/۵/۱۳۹۷ نېټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالي مقام د ۷۸۱ ګڼه مکتوب په مټ د غزني پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رسمي رئیس په توکه وټاکل شو، چې تر دې دمه همدغه دنده ترسره کوي. نوموړی د غزني پوهنتون د علمي شورا فعال غړی، د رهبري شورا ، د ترفیعاتو کمیټې او د آمرینو د ټاکلو د کمېټې غړی هم دی. همداراز د پوهنځي په سطحه ټولې برنامې، پلانونه او کمېټې د استاد رامش تر مشرې لاندی سرته رسېږي. د دې تر څنګ چې ادارې چارې مخ ته وړي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په انګلیسي څانګه کې یې هم د بېلابېلو مضامینو تدریس ته اوږه ورکړې ده.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس پیغام:
ګرانو او قدرمنو هېوادوالو!
د ښوونې او روزنې پراختیا د یوې ټولنې د علمي او فرهنګي ودې او پرمختیا او د استعدادونو د غوړولو او ځلولو لپاره یو مهم اړخ دی. په دغه برخه کې د هېواد ښوونیز نظام، په ځانګړې توګه پوهنتونونه لوی او اغېزناک رول لري. له همدې امله موږ په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو او مقراراتو سره سم خپل ښوونیز او روزنیز رسالت ته ژمن یو. د غزني پوهنتون په چوکاټ کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د یوه ښوونیز بنسټ په توګه غواړي چې د ټولو ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د هېواد لپاره د نېکو او ژمنو انسانانو په روزلو کې برخه واخلي. دا پوهنځی امکاناتو او فرصتونو ته په کتو سره هڅه کوي د ژبو، ادب، هنر او فرهنګ په ډګر کې لیکوالان، ادیبان، محققین، ژباړونکي او ښوونکي د خپل ګران هېواد د نوي نسل د روزنې په موخه ټولنې ته وړاندې کړي او د نړۍ له نورو ژبو او فرهنګونو سره په تړاو کې د عامه افکارو د روښانتیا او د هېواد د لرغوني فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه امکانات رامنځ ته کړي. مسئولیت منل، ژمنتیا، ګډکار، نوښت، رښتینولي، اکاډمیک اخلاق، د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې او د انساني کرامت ساتنه، د دې پوهنځي د پام وړ ارزښتونه دي.
له شک پرته ادبیات د ماشومانو او نویو ځوانانو په فکري وده او روزنه کې ځانګړی رول لري. زموږ هېواد چې له تاوتریخوالي، افراط، وچ فکرۍ، تبعیض، ناسم مدیریت، علمي او فرهنګي فقر او نورو لسګونو بدمرغیو په بوخته کې ایسار دی. له همدې امله په داسې حالت کې پوهې، مثبتو پیغامونو او فرهنګي رغونې ته شدیده اړتیا ده. فقر او بېوزلي د یوه ملت د یووالي او پراختیا په لار کې ستر خنډونه دي. له دغه ستونزې د خلاصون یوازینۍ چاره فرهنګي ځیرکتیا او پوهه ده. موږ د هېواد بېوزله او محروم وګړي وینو چې تل له خپلو ستونزو ځورېږي، خو بیا هم د خپلو بدو ورځو د بدلون لپاره مثبت ګامونه نه شي اخیستلی. له همدې امله د ژبو او ادبیاتو پوهنځی تل هڅه کوي چې د ژبو، ادبیاتو او هنر په برخو کې د منظمې ښوونې او روزنې له لارې د ځوان نارینه او ښځینه نسل د پوهې او مهارتونو کچه لوړه کړي. ترڅو د یادو ستونزو د حل لار وموندلی شي، د هېواد د آبادۍ او سوکالۍ لپاره لاس په کار شي او خپله بدمرغي په نېکمرغي بدله کاندي.
موږ هیله لرو چې په غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په ټولو څانګو کې د کیفیت او کمیت له مخې د ورځ تر بلې پرمختیا سره وکولی شو، چې ګران هېواد او ټولنې د خدمت په لاره کې اغېزناک ګامونه واخلو.
۱: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تاریخچه او اوسنی وضعیت:
د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په ۱۳۹۳هـ ل کال د ښوونې او روزنې پوهنځي له چوکاټ څخه رابهر شو او د یوه مستقل پوهنځي په توګه یې فعالیت پیل کړ. خو د هغه بنسټ د غزني پوهنتون د ایجاد له وخته په ۱۳۸۷هـ ل کال د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د دري ژبې او ادبیاتو په څانګې سره اېښودل شوی دی. وروسته دا پوهنځی هم د نورو پوهنځیو په شان د پوهنتون د مشرتابه په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ سره تاسیس شو. دغه پوهنځی څلور څانګې (پښتو ژبه او ادبیات، دري ژبه او ادبیات، انګلیسي ژبه او ادبیات او عربي ژبه او ادبیات) لري، چې دا څلور واړه څانګې د ادبیاتو پوهنځي تر ایجاد مخکې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې وې. د ادبیاتو پوهنځي له تاسیس را په دې خوا تر ۱۳۹۸هـ کال پورې پنځه دورې فارغین له دري، پښتو او عربي څانګو څخه او څلور دورې له انګلیسي څانګې څخه ټولنې ته وړاندې کړي دي، چې په ټولیزه توګه ۶۹۲ کسانو (۵۶۵ نارینه او ۱۲۷ ښځینه) ته رسېږي. همدا اوس چې د ۱۳۹۹هـ کال په درشل کې یو، د ۷۰۴ محصلینو په شمېر چې ۴۹۱ یې نارینه او ۲۱۳ یې ښځینه دي، په ادبیاتو پوهنځي کې په زده کړو بوخت دي.
اوسمهال ادبیاتو پوهنځی ۱۹ کسه استادان د لیسانس او ماسټر په تحصیلي کچه او د پوهیالي، نوماند پوهنیار او پوهنیار په علمي رتبو سره لري. د ۱۹ استادانو له ډلې څخه ۱۳ تنه ماسټران، ۴ تنه د دوکتورا په زده کړو بوخت او ۲ کسه لیسانس دي، چې په دې کې به ۶ تنه استادان د روان پسرلني سمسټر په اوږدو کې د پوهنیارۍ علمي رتبې ترلاسه کړي. د یادولو ده چې د نورو استادانو د جذب په موخه، درې بستونه د دري څانګې، یو بست د انګلیسي څانګې او یو بست د پښتو څانګې لپاره له شارټلېست کولو وروسته، لوړو زده کړو وزرات ته ورپېژندل شوي. په دې توګه به د ۱۳۹۹ کال تر پایه پنځه کسه نور استادان هم د ادبیاتو پوهنځي په ۱۹ استادانو ورزیات شي. همداراز دغه پوهنځی د عمومي تدریسي مدیریت، اجرایه مدیریت او دوو خدمتي کارمندانو لرونکی دی. دا چې ادبیاتو پوهنځي د ښوونې او روزنې پوهنځي تر چتر لاندې و، له دې امله تر ۱۳۹۶هـ کال پورې د کابل شهید رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کرېکولم پکې تطبیق کېده، خو د ۱۳۹۶هـ کال د دویم سمسټر له پیله بیا تر نن پورې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په څلورو واړو څانګو کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کرېکولم تطبیق کېږي.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د اکاډمیک جوړښت له مخې یو داسې بنسټ دی چې د ټولنې، تحصیلي مؤسساتو، دارلمعلمینو، ښوونځیو او انستېتیوتونو لپاره د اړتیا وړ کادرونه د ژبو، ادبیاتو، فرهنګ او هنر په برخو کې روزي. دغه راز د ټولنې په ادبي، ذوقي، هنري او رسنیزو برخو کې د دغه پوهنځي فارغان د څېړنې، پنځونې، تدریس او ژباړې له لارې خدمت کوي. په دې ډله کې هغه فارغان هم راځي چې د خپلو څلور کلنو ادبي زده کړو پر مټ د ادبیاتو او فرهنګي چارو غوره ښوونکي او کارپوهان دي او د ادبیاتو له مسلکي زده کړو ورهاخوا یې نور لوستي کسان هم د فرهنګ، ادب او څېړنو مینه وال کړي دي.
اوسمهال په ټول هېواد کې له پخوا وختونو په ښه توګه د نورو بهرنیو ژبو او فرهنګي پوهنو د زده کړې اړتیا او لېوالتیا زیاته شوې ده او زموږ په علمي کړیو کې داسې کسان زیات دي چې د نورو هېوادونو د ژبو، ادبیاتو او فرهنګي میراثونو د زده کړې او مطالعې علاقه لري. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د خپلې ټولنې د وګړو دا ډول لېوالتیاوې او اړتیاوې پېژندلې او د هغو پوره کول، د خپلو اهدافو یوه برخه ګڼي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رهبري تل هڅه کوي چې د یوه علمي او اکاډمیک چاپېریال په جوړولو سره دوکتورا تر کچې د پوهنوال او پوهاند په سویه استادان ولري او د مادي ظرفیتونو، فزیکي پرمختللو وسایلو او پوره امکاناتو په لرلو سره د خپل هېواد او هېوادوالو بنسټیزو اړتیاو ته ځواب ووايي.
۱.۱: لیدلوری:
د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په پام کې لري چې د تدریس او تحقیق له لارې د ژبې، فرهنګ، هنر او ادبیاتو په ډګر کې د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو سره سم او د اسلامي ارزښتونو او افغاني ټولنې د اړتیاو مطابق د یوې تحصیلي ادارې په توګه د غزني پوهنتون په چوکاټ کې وپېژندل شي.
د لیدلوري توضیح: دا چې د ژبو او ادبیاتو پوهنه د یوې ټولنې د انسانانو د ژوند یوه اړینه برخه ده. له همدې امله د ژبې، ادب او فرهنګ د بډاینې لپاره په یوه ټولنه کې د متخصصو کسانو وده او روزنه د یوه هېواد په لومړیتوبونو کې راځي. په دغه برخه کې د سمو لیکنو او لوستنو مهارتونه، نه یوازې د روزونکو لپاره، بلکې د هغو کسانو لپاره چې د علم، پوهې او ادب په برخه کې هلې ځلې کوي، اړین او ارزښتمن ګام دی. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د نورو علمي او اکاډمیکو کارونو ترڅنګ د ټولنې د سیاسي او فرهنګي افکارو د ودې، د هېواد د پرمختیا لپاره د علمي او مسلکي کادرونو د روزلو، له بهرنیو ژبو څخه د استفادې په لړ کې د استادانو او محصلینو لپاره د تحقیقي لارو چارو برابرول او له دې لارو د ځوان د نسل د علمي وړتیا او استعدادونو د روزلو او ځلولو لیدلوری پالي.
۲.۱: ماموریت/ رسالت:
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی خپلو امکاناتو او فرصتونو ته په کتو سره په پام کې لري چې د دري، عربي، پښتو او انګلیسي ژبو او ادبیاتو په څانګو کې څېړونکي، لیکوالان، ادیبان، ژباړونکي او ښوونکي د خپل ګران هېواد د اولادونو د روزنې لپاره ټولنې ته وړاندې کړي او د عامه افکارو د روښانتیا او د نړۍ له ژبو او فرهنګونو سره په تړاو کې د هېواد د ادبي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې او پالنې لپاره لازم امکانات ترلاسه کړي.
د ماموریت/ رسالت توضیح: د نړۍ د نورو ملتونو له فرهنګونو سره تړاو او د هغوی له علمي او فرهنګي آثارو څخه د استفادې کولو لپاره دا مهمه ده چې لومړی هغه وپېژندل شي او په اړه یې زده کړه وشي. نن سبا د ژبو، ادبیاتو او هنرونو زده کړه، په یوه ستره فرهنګي اړتیا بدله شوې ده او د هغو په وسیله یو ملت د نړۍ له نورو ملتونو سره خپل علمي، فرهنګي، سیاسي او تجارتي اړیکې جوړولی او پاللی شي او په وسیله یې نړیوال کېدو او نورو رسنیزو، علمي او تخنیکي لاسته راوړنو ته چې زیاتره یې په نورو ژبو او فرهنګونو کې ایجادېږي لاسرسی موندل کېږي. یو ملت که چېرې په دغه برخه کې پاملرنه ونه کړي، له شک پرته له نوې نړۍ وروسته پاتې کېږي. دا د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رسالت دی چې له نړیوالو غوښتنو او اړتیاو سره سم د غوره مسلکي، ژمنو او لایقو کسانو په روزنه کې خپلو امکاناتو ته په کتو سره د ټولو ښوونیزو نیکو اخلاقو، ژمنتیاو او روښانتیاو په رڼا کې هلې ځلې وکړي او خپل دیني او هېوادنی ماموریت به په پام سره خپله دنده په ښه توګه ترسره او هېواد له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه کړي.
۱.۳: هدفونه:
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي اساسي هدف د دري، پښتو، انګلیسي او عربي ژبو او ادبیاتو په ډګر کې د مسلکي او اغېزناک ځواک روزل دي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی هوډ لري چې د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو په زده کړو سمبال ښوونکي، ژباړونکي، لیکوالان او فرهنګیان له هر ډول ژبني، مذهبي، قومي او سیمه ییز تعصب پرته ټولنې ته وړاندې کړي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی چې د هېواد په کچه د بېلابېلو ژبو او ادبي څېړنو او پنځونو په موخه د تکړه ادیبانو، ښوونکو او خلاقو فرهنګیانو د پاللو او روزلو لپاره ایجاد شوی، هڅه کوي چې له نویو علمي او ادبي لاسته راوړنو سربېره د هېواد د لرغونو فرهنګي او ادبي میراثونو په ژوندي ساتلو سره لاندې موخو ته ورسېږي:
۱: له خپل لیدلوري سره سم، د معیاري تدریس لپاره د سالم او مناسب چاپېریال رامنځ ته کول.
۲: د ژبو، ادبیاتو او هنر په برخو کې د ښوونکو، ژباړونکو، لیکوالو او پنځوونکو روزل.
۳: له ملي او نړیوالو اکاډمیکو اصولو سره سم د لیسانس تر کچې نارینه او ښځینه محصلینو ته ښوونه او روزونه.
۴: د لوړو زده کړو وزارت د کرېډټ سیستم له لایحې سره سم تدریسي چارې مخ ته وړل.
۵: له لوړو زده کړو وزارت، داخلي او خارجي پوهنتونونو، عامه علمي مرکزونو، فرهنګي بهیرونو او مدني ټولنو سره د لا ښه تدریس او تحقیق په موخه د اړیکو ټینګول او جوړول.
۶: د پوهنتون د ټولو استادانو، مامورینو او محصلینو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ روحیه او تداوم رامنځ ته کول.
۷: د لنډمهال او اوږدمهال انکشافي پلانونو د ارزونې او کارونې لپاره هڅه او زیار.
۸: د رسنیو او عامه پوهاوي د وسایلو (مجله، اخبار، راډیو، ټلویزیون، وېبپاڼو...) په ډګر کې فعاله ونډه او له هغو څخه ګټه اخیستنه.
۱.۴: بنسټیز ارزښتونه:
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي هغه معنوي او مسلکي ارزښتونه چې د خپلو روزونکو ادیبانو، لیکوالو، ژباړونکو او ښوونکو په ښوونه او روزنه کې یې اغېزمنتیا او چټکتیا راځي، په لاندې ډول دي:
۱: د اسلام د سپېڅلي دین د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې اکاډمیکه خپلواکي.
۲: په کار کې رښتینولۍ، تقوا او روښانتیا ته ژمنتیا.
۳: په ټیمي فعالیتونو کې د کارونو پر وخت ترسراوی.
۴: د بېلابېلو کسانو، بېلابېلو نظرونو ته درناوی.
۵: په دنده او ګډه رهبرۍ کې ونډه او هلې ځلې.
۶: له هر ډول ژبني، سیمه ییز، قومي، مذهبي، فکري او جنسیتي تبعیض څخه ډډه.
۷: په تدریس او دنده کې د پوره مسئولیت احساس.
۸: مسلکي او باکفایته اوسېدل.
۹: وړتیا او برابري.
۱۰: وطن دوستي او انسان دوستي.
۱۱: رښتینولي او دندې ته ژمنتیا.
۱۲: د چاپېریال ساتنه او د هغو په سمسورتیا کې ونډه.
۱۳: د همکارۍ او درناوي احساس درلودل.
۱۴: له امکاناتو څخه سمه او مثبته استفاده.
۱۵: د نارینه او ښځینه حقوقو پېژندل.
۱۶: په علمي او تحقیقي چارو کې زیار او هڅه.
۱۷: عالي شخصیت درلودل او له هر چا سره نېک چلند.
۱۸: د نظم او دیسپلین رعایت.
۱۹: پر ځان او نورو د باور پیاوړتیا.
۲۰: نوښت او خلاقیت.
۲۱: وخت پېژندل او له هغو سمه ګټه اخیستل.
۱.۵: د ځواکمنتیا ټکي:
۱: د ماسټرۍ په کچه د ۱۱ تنو استادانو درلودل.
۲: د دوکتورا په کچه د ۴ استادانو درلودل چې ۲ تنه به یې ژر پوهنځي ته راورسېږي.
۳: د شپې برخې دوې برنامې درلودل (پښتو او دري)
۴: په دیپارتمنتونو او مدیریتونو کې د انټرنټ او ټلیفون درلودل.
۵: د استادانو تر منځ د اعتماد د فضا موجودیت.
۶: د ادبیاتو پوهنځي له استادانو څخه د تدریس په برخه کې د خصوصي پوهنتونونو ټینګار او غوښتنه.
۷: د ادارې شتون او د نظم او پرمختیا لپاره د پوهنځي د رهبرۍ له خوا هلې ځلې.
۸: د پوهنتون په کچه د شپږو کمېټو شتون (د کیفیت د تضمین، علمي څېړنو، ستراتیژیک پلان د جوړښت، د دیپارتمنتونو د آمرینو ټاکلو، د ازموینو او فرهنګي کمېټې)
۱.۶: د کمزورتیا ټکي:
۱: د تدریسي او اداري تعمیر او مناسبو درسي ټولګیو نشتوالی.
۲: د ادبیاتو پوهنځي لپاره د یوه ځانګړي کتابتون نشتوالی.
۳: په ټولګیو کې د محصلینو زیاتوالی (۸۰ – ۹۰).
۴: د منظمې برېښنا نشتوالی.
۵: د ښوونیزو وسایلو کمبود او نشتوالی (لکه پراجیکټور، لینګویچ لب، ام پي تري...)
۶: د استادانو د کمښت لانجه (د دغه پوهنځي۴۰ سلنه درسونه په ځانګړي ډول د دري څانګې د قراردادي استادانو له خوا ورکول کېږي.)
۷: د لوړ رتبه استادانو (پوهنمل، پوهندوی، پوهنوال، پوهاند) نشتوالی.
۸: د کنفرانسونو او سیمینارونو لپاره د یوه مناسب تالار نشتوالی.
۹: له دوولسم ټولګیو څخه د راتلونکو شاګردانو د علمي سویې ټیټوالی چې ډېرکله د پوهنتون استادان له ستونزو سره مخ کوي.
۱۰: د استادانو د علمي څېړنو د لارښوونې لپاره د لوړ رتبه استادانو نه شتون او ستونزې.
۱.۷: ستونزې او ننګونې:
څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، هر کال د لېسو فارغین د زیاتېدو په حال کې دي او پوهنتونه او د لوړو زده کړو مؤسسې د هغوی ټولو منلو په لړ کې له ستونزو سره مخ کېږي. په دې بنسټ ټول پوهنځي باید د دولت په ملاتړ پیاوړي، سمبال او تجهیز شي، له دې پرته به یادې ستونزې په خپل ځای پرتې او تحصیلي بهیر به مو له کړکېچ سره لاس او ګرېوان وي. پورته عمومي ننګونو ته په کتو د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي عمده ستونزې په لاندې ډول یادولی شو:
۱: د تعمیر نه شتون، د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ټولګي همدا اوس هم د نورو پوهنځیو په ودانیو کې دي چې نه خپله مستقله ودانۍ لري او نه مناسب ټولګي.
۲: د ماسټرۍ، دوکتوار او څېړنو په برخو کې د خارجي او داخلي ملاتړ نشتوالی.
۳: د بهرنیو مؤسسو له خو د استادانو او کارمندانو د ظرفیت لوړاوي په موخه د سیمینارونو او ورکشاپونو نشتوالی.
۴: د لوړو زده کړو وزارت او بهرنیو ډونرانو له خو د ادبپوهنیزو او فرهنګي مسایلو په باب د ساحوي څېړنو د امکاناتو او زمینو نه برابرېدل.
۵: د امنیتي او سیاسي لانجو له امله د بین المللي مرستو ځنډېدل او پرې کېدل.
۶: له ښوونځیو د راتلونکو زده کوونکي ټیټه علمي سویه.
۷: په اوسنیو شرایطو کې د کار بازار کمزورتیا او بې کاري.
۸: د پوهنځیو په سطحه د دولت د انکشافي او عادي بودجې په پام کې نه نیول.
۹: لوړ امنیتي تهدیدات.
۱۰: د ښځینه محصلینو پر وړاندې ټولنیزې ربړې او کلتورې تنګ نظرۍ
۱۱: د ښار له مرکز څخه د پوهنتون لرېوالی.
۱۲: د استادانو او کارمندانو لپاره د لېږد رالېږد منظمو وسایلو نه شتون.
۱۳: د استادانو لپاره د استوګنیزو بلاکونو نه شتون (د دې پوهنځي زیاتره استادان په کرايي اتاقونو کې اوسېږي.)
۱۴: د لوړو زده کړو وزارت له خوا له شته ظرفیت څخه د زیاتو زده کوونکو معرفي کېدل.
۱.۸: فرصتونه:
څنګه چې له نږدې لیدل کېږي، د غزني پوهنتون ساحه او چاپېریال د زیربنايي کارونو لپاره یو پراخه او مناسب ځای دی چې په هغو کې د تدریسي بلاکونو او د کنفرانس، کتابتون او لابراتوار لپاره د ودانیو رغېدل په ښه توګه کېږي. د دغه ډول بنسټیزو کارونو ترسراوی یوه مهمه اړتیا ده او په کار ده چې په دغه برخه کې خارجي او داخلي مؤسسو او ډونرانو سره خبرې وشي او هغوی ته قناعت ورکړل شي چې په دې لار کې خپلې مرستې ونه سپموي. دا چې د ادبیاتو پوهنځي ګڼ استادان، روزونکي او ښوونکي ټولنې ته وړاندې کوي، نو د ډونرانو د مرستو په لړ کې کېدلای شي زموږ ستونزې راکمې شي. لکه څنګه چې لا هم په هېواد کې د ادبیاتو پوهنځي مسلکي کسانو ته اړتیا ده او له ښوونځیو څخه ګڼ فارغېدونکي زده کوونکي هم په دې برخه کې د لوړو زده کړو علاقه لري، نو که چېرې د دغه کسانو غوښتنې همدا اوس هم په پام کې ونه نیول شي، په نږدې راتلونکي کې به د لوړو زده کړو او مسلکي بریا چانس کم وي او ټولنه به د جنګ، ناامنۍ، بې سوادۍ، وچ فکرۍ او بې قانونۍ په نادوده کې راښکېله وي. له دغو ستونزو د ژغورنې لپاره د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لاندې فرصتونه لري:
۱: د تدریسي، اداري او کتابتوني بلاکونو لپاره بشپړه او پراخه ساحه درلودل.
۲: د استادانو تر منځ د کار روحیه او د ظرفیتونو د لوړتابه انرژي درلودل.
۳: د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له خوا د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استادانو لپاره د تحصیلي برسونو شته والی.
۴: په خصوصي پوهنتونونو کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استادانو نه ګډون.
۵: د پوهنتون په چارو کې د دولت د وسله والو مخالفینو نه مداخله.
۶: د غزني ولایت په بېلابېلو ښوونیزو او دولتي ادارو کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فارغینو جذب او شتون.
۷: په ادبیاتو پوهنځي کې د شخصي پوهنتونونو او دارالمعلمینو د استادانو له د تدریس کولو لېوالتیا.
۸: په کابل پوهنتون او د کابل شهید رباني ښوونې روزنې پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو څخه د ګټې اخیستنې فرصتونه.
۱.۹: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استادانو احصایوي جدول:
دیپارتمنت |
شماره |
نوم او تخلص |
د پلار نوم |
تحصیلي درجه |
علمي رتبه |
ملاحظات |
پارسي دري څانګه |
1 |
نعمت الله فریسا |
محمد جواد |
په ایران کې د دوکتورا په زده کړو بوخت |
پوهنیار |
|
2 |
محمد یاسین آسی |
حسین علی |
په ایران کې د دوکتورا په زده کړو بوخت |
پوهنیار |
|
|
3 |
محمدضیا رجایی |
علی جمعه |
په ایران کې د دوکتورا په زده کړو بوخت |
پوهنیار |
|
|
4 |
علی اکبر زاولی |
غلام سخی |
ماستر |
پوهنیار |
د دري څانګې سرپرست |
|
|
|
|
|
|
د استخدام په حال کې |
|
|
|
|
|
|
د استخدام په حال کې |
|
|
|
|
|
|
د استخدام په حال کې |
|
انګلیسي څانګه
|
5 |
رحیم الله رامش |
امین الله |
ماستر |
پوهنیار |
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس |
6 |
غازی محمد تکل |
نذیر محمد |
په مالیزیا کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت |
پوهیالی |
|
|
7 |
غلام یحیی اصغری |
عبدالحسین |
ماستر |
پوهنیار |
د انګلیسي څانګې سرپرست آمر |
|
8 |
ظریفه رحیمی |
حاجی خان |
لسانس |
نوماندپوهنیار |
|
|
9 |
مجتبی جمال |
علی جان |
ماستر |
پوهنیار |
|
|
|
خالد احمد سروری |
|
ماستر |
پوهنیار |
د استخدام په حال کې |
|
پښتو څانګه
|
10 |
محمدمصطفی صفا |
میرزا محمد |
ماستر |
پوهنیار |
|
11 |
نقیب الله خانیخیل |
محمد ابراهیم |
ماستر |
پوهنیار |
د تضمین کیفیت آمر |
|
12 |
عزت الله سهاند |
عبیدالله |
ماستر |
پوهنیار |
د پښتو څانګو آةر |
|
13 |
زلمی سمسور |
بیتنی |
ماستر |
پوهنیار |
|
|
14 |
نعمت الله اسدی |
اسدالله |
ماستر |
پوهیالی |
|
|
|
|
|
|
|
د استخدام په حال کې |
|
عربي څانګه |
15 |
زلمی یخیل |
گل محمد |
لسانس |
پوهنیار |
|
16 |
محمد کاظم هستی |
محمد حسین |
په هندوستان کې د دوکتورا په زده کړو بوخت |
پوهنیار |
|
|
17 |
سلطان محمد صالحی |
تورگل |
ماستر |
نوماندپوهنیار |
|
|
18 |
عبدالکریم رحیمی |
عبدالرحیم |
ماستر |
نوماندپوهنیار |
د عربي څانګې سرپرست |
|
19 |
فریداحمد فضلی |
|
|
نوماندپوهنیار |
|