غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

gu_user
Sat, Jul 03 2021 11:58 AM

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال او معلوماتي تکنالوژي په تخنیکی همکاری د الکترونیکي زده کړو د کميتې په واسطه ترسره شو د یاد پوهنتون، د علمي او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو، د څانګو آمرینو، استادانو، تدریسې عمومي مدیرانو او د څانګو اجراییه مدیرانو ګډون درلود.

غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو آیاتونو پیل شوه وروسته د غزني پوهنتون د الکترونیکي زده کړو د کمیټې مسؤل محترم پوهنیار محمد عالم انوری د یادې کمیټې د کړنو او پرګرامونو په اړه خبرې وکړې، ورپسې د غزني پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهنمل احمد رضا صالحي د یاد سیستم په اړه خپل چمتو کړي پریزنټیشن ګډونوالو ته وړاندې او اړوندې برخې یې تشریح کړې. وروسته محترم حفیظ الرحمن شهیدخیل د محصلانو چارو آمر او د یاد سیستم مسؤول خپل دگدون گزارش چی مخکی په قندهار پوهنتون کی دایر شوی وه حاضرینوته وړاندی کړل او سوالونه ته جواب ورکړه.

په پای کې معلوماتی سیستم په عملي ډول د پروګرام ګډونوالو ته تشریح او د دوي پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

یاده غونډه د علمی چارو مرستیال محترم پوهنمل محمد مسعود نیکنام جمع بندی او دعا کولو سره پای ته ورسیده.

دور دوم برنامه رهنمایی استفاده از سیستم مدیریت اطلاعات تحصیلات عالی(HEMIS)  در پوهنتون غزنی برگزار گردید

پوهنتون اختتام یافت.

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

Sun, Apr 07 2024 10:58 AM
Background image

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University began on 24th of April 1403 according. . .

BACK TO NEWS