غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د مسؤلیتونو د لا ښې پېژندنې او ورځینو چارو د اغېزمنتیا په موخه د مسؤلیت پېژندنې اړوند دوه ورځنی علمي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Tue, Sep 22 2026 11:54 AM
aq

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې، د دندو او مسؤلیتونو د لا ښه پېژندنې او د کاري چارو د اغېزمنتیا په موخه، د «مسؤلیت پېژندنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی علمي او معلوماتي سمینار وړاندې شو.
په دغه سمینار کې د مسؤلیت مفهوم، ارزښت، له شریعي اړخه د مسؤلیت پېژندنه، د اداري دندو پر مهال د مسؤلیتونو سم ترسره کول، د کاري اصولو رعایت، د وخت مدیریت، امانتداري او د مسؤلیت‌پالنې فرهنګ په اړه ګډونوالو ته اړین علمي او عملي معلومات وړاندې شول.

د دغه دوه ورځني سمینار موخه د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا، د مسؤلیت‌پالنې روحیې پراختیا او د چارو د لا ښه، منظم او اغېزمن ترسره کولو لپاره د کارکوونکو د پوهاوي لوړول وو.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 سه شنبه
۱۴۴۸/۰۴/۰۹ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۳۱ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۲م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS