غزني پوهنتون کې د پوهنځیو رئیسانو او څانګو آمرینو ته د کلني نظارت د راپور پېژندنې، ترتیب او اړوندو معیارونو د لا ښه پوهاوي په موخه یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Tue, Sep 08 2026 2:45 PM
bh

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت او تضمین کیفیت آمریت په ګډه همکارۍ، د پوهنځیو رئیسانو او څانګو آمرینو ته د کلني نظارت د راپور پېژندنې، ترتیب او اړوندو معیارونو د لا ښه پوهاوي په موخه یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.
دغه سمینار چې د تضمین کیفیت عمومي مدیر دوکتور محمد مهدي رضایي او د کرنې پوهنځي استاد پوهندوي محمد مسعود نیکنام له لوري وړاندې شو؛ پکې ګډونوالو ته د کلني نظارت راپور د اهمیت، د راپور د معیاري ترتیب، د فعالیتونو د مستندسازۍ، د لاسته راوړنو او ننګونو د انعکاس او د اړوندو معلوماتو د منظم ثبت په اړه لازم علمي او عملي معلومات وړاندې شول.
همدارنګه د سمینار په ترڅ کې د پوهنځیو او څانګو د فعالیتونو د ارزونې او د کیفیت د لا ښه والي په موخه د کلني نظارت د راپور د اغېزمن چمتو کولو پر لارو چارو بحث وشو او د ګډونوالو پوښتنو ته اړوند ځوابونه وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې د نني سمینار موخه د مسؤلینو د راپور جوړونې ظرفیت لوړول، د فعالیتونو د دقیقې مستندسازۍ پیاوړتیا او د پوهنتون په علمي او اداري چارو کې د لا ډېر نظم او کیفیت رامنځته کول وو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 سه شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۲۵ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۱۷ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۰۸م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS