د ننګرهار پوهنتون ۱۶ تنه استادانو د علمي تجربو شریکولو او اړیکو د پیاوړتیا په موخه د غزني پوهنتون له علمي، اداري او ټکنالوژیکو برخو څخه لیدنه ترسره کړه.

gu_user1
Wed, Jul 08 2026 3:21 PM
qw

د لوړو زده کړو د بنسټونو ترمنځ د علمي تجربو د شریکولو او د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار پوهنتون ۱۶ تنه استادانو د یوه علمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون له بېلابېلو علمي، اداري او ټکنالوژیکو برخو څخه لیدنه وکړه.
د دغه سفر پر مهال د ياد پوهنتون استادانو د غزني پوهنتون علمي پروګرامونه، تدریسي بهیر، اداري سیستمونه، څېړنیزې چارې، معلوماتي ټکنالوژۍ، لابراتوارونه او نور اړوند مرکزونه وکتل. چې پرمهال يې د غزني پوهنتون مسؤلینو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دواړو پوهنتونونو د استادانو ترمنځ د علمي تجربو د تبادلې په موخه خبرې اترې وشوې.
په ورته مهال د دواړو پو هنتونونو استادانو د علمي همکاریو د پراختیا، ګډو څېړنیزو فعالیتونو، د تجربو شریکولو او د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو په برخه کې د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.
باید وویل شي چې د استادانو دغه علمي سفر د پوهنتونونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د نوښتونو د شریکولو او د علمي پرمختګ لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهار شنبه
۱۴۴۸/۰۱/۲۲ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۱۷ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۷/۰۸ م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS