غزني پوهنتون کې د علمي چارو د لا ښه تنظیم په موخه د استادانو له حاضریو او د محصلینو له روان تدریسي بهیر څخه نظارت او ارزونه ترسره شوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۱۶
NK

نن ورځ د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن او ورسره پلاوي د تدریسي کیفیت او اکاډمیکو چارو د لا ښه تنظیم په موخه د ټولو پوهنځیو د استادانو له حاضریو او د محصلینو له روان تدریسي بهیر څخه هر اړخیز نظارت او ارزونه ترسره کړه.
د یادې ارزونې موخه د اختر له رخصتیو وروسته د تدریس د کیفیت ارزونه، د استادانو د حاضریو کنټرول او د هغوی د مسؤلیتونو څارنه او د محصلینو د زده‌کړه ییز چاپېریال لا پیاوړی کول وو.
د ارزونې پر مهال د ټولو پوهنځیو د استادانو د حاضرۍ وضعیت وڅېړل شو او همداراز د محصلینو له ټولګیو څخه لیدنه او د محصلینو ګډون وارزول شو؛ د ارزونې پرمهال له محصلینو سره مخامخ خبرې اترې وشوې تر څو د هغوی نظریات، ستونزې او وړاندیزونه راټول شي.
په ورته مهال عمومي رئیس وویل چې دا ډول ارزونې به په منظم ډول او وخت پر وخت دوام ولري، تر څو د استادانو او محصلینو فعاله ګډون او د تدریسي بهیر نیمګړتیاوې پر وخت تشخیص او حل شي. او زیاته یې کړه چې د کیفیت لرونکي تدریس برابرول د پوهنتون له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۰ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۸ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۲۸ مه

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

د غزني پوهنتون عمومي رئیس د تدریسي او اداري چارو د منظموالې او چټکتیا په موخه د پوهنځیو او اداري کارکوونکو له حاضریو څخه نظارت او ارزونه ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د پوهنتون د علمي او اداري چارو د ښه تنظیم، د کارکوونکو د حاضریو ارزونې او د تدریسي بهیر د لا ښه والي په موخه د پوهنتون د ټولو پوهنځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۲۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې هیئت د غزني پوهنتون د علمي او اداري چارو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې هیئت د غزني پوهنتون د علمي او اداري چارو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه. دغه ارزونه د تدریسي بهیر، اداري فعالیتونو، محصلانو ته د خدماتو وړاندې کولو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.

 غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.
د یاد نصاب تدریس د دعوت ارشاد آمريت مبلغ مولوي محترم نظر محمد. . .

BACK TO NEWS