غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې په رسمي ډول د یاد ریاست د تنظیف او سرسبزۍ او د پوهنتون د مسولینو په حضور کې پیل شوې.
غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې په رسمي ډول د یاد ریاست د تنظیف او سرسبزۍ او د پوهنتون د مسؤلینو په حضور کې پیل شوې.
په ورته مهال د ښاروالۍ مسؤلینو وویل: چې د غزني پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او سرسبزه کولو په موخه يې د یاد پارک د جوړولو لپاره یې د سرسبزۍ او تنظیف کمېټې ته دنده سپارلې، څو د پروژې چارې منظمې، پر وخت او د ټاکل شوي پلان له مخې پر مخ یوسي. او زیاته يې کړه چې یاد پارک به د پوهنتون د استادانو، محصلینو او کارکوونکو لپاره د تفریح، استراحت او سالم چاپېریال برابرولو په موخه جوړ شي او هڅه کېږي چې د شنو ساحو پراختیا او د پوهنتون چاپېریالي وضعیت به لا پیاوړی شي.
په همدې حال کې، د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شېخ عبدالهادي ذوالهادي د ښاروالي ریاست له مسؤلینو د مننې ترڅنګ د دغه د پارک د چارو د پیل هرکلی وکړ او ویې وویل، چې دا ډول پارکونه به د پوهنتون د فزیکي چاپېریال د ښه والي او د محصلینو د روحي هوساینې لپاره مهمه اغېزه ولري.
باید وویل شي چې د یاد پارک د جوړولو چارې به د ښاروالۍ ریاست اړوند تنظیف او سرسبزۍکمېټې تر څارنې لاندې پر مخ ځي او له بشپړېدو وروسته به د پوهنتون په واک کې ورکړل شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک١١ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۹ مه
۲۰۲۶م، فبروري ۲٨مه
