د غزني پوهنتون د مالي کمېټې ناسته ترسره او په لړ مهمو موضوعاتو پکې بحث او خبري اتري وشوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۳۳
qw

چهارشنبه: ۶/ ربیع الثاني/ ۱۴۴۶هـ.ق

۱۸/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۹/اکتوبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون د مالي کمېټې ناسته د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد تر مشري لاندي او د دغي کمېټې د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه. غونډه له اجنډا سره سم د کلام الله په څو مبارکو آیاتونو پیل ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي خالد د پوهنتون اړوند د شوو خریداریو د شفافیت او د کمېټې په کړنو باندي خبري وکړې وروسته د دغي کمېټې د تقسیم اوقات، لایحه وظایف، او د عملیاتي پلان په ترتیب، د دغي کمېټې لپاره د منشي د تعین کیدو او د تدارکاتي پلان په تائیدي باندي بحث او خبري وشوې چې دغه موضوعات د کمېټې د غړو له نظریاتو سره سم تائید او تر څنګ یې په یو شمېر نورو متفرقه مسأیلو باندي خبري وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۵۲
Background image

غزني پوهنتون کې د شپږګونو پوهنځیو محصلینو ترمنځ د روغتیا، ورزشي روحیې، یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د فوټبال څلور ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

قمري نېټه: محرم الحرام  ۵، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۰، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه:  جولای ۱، ۲۰۲۵م

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د شپږګونو پوهنځیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني پوهنتون کې د بیلابیلو پوهنځیو محصلینو ته د افتخاري درسونو په دوام د محرماتو، لویو ګناهونو او ولاء او برأ په اړه دیني سیمینار ترسره شو.

قمري نېټه: محرم الحرام  ۴، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۹، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جون ۳۰، ۲۰۲۵م

 نن ورځ په غزني پوهنتون کې د بېلابیلو پوهنځیو محصلینو ته د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۱۸
Background image

د غزني پوهنتون له عمومي کتابخانې سره د ۲۰۰ جلده په شاو او خوا کې د علمي، معلوماتي او څېړنیزو کتابونو مرسته وشوه.

قمري نېټه: ذالحجه ۳۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۷، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جون ۲۸، ۲۰۲۵م

نن ورځ د غزني پوهنتون له عمومي کتابخانې سره د غزني لایت د افغان پُست د مسؤل معراج الدين غیرت. . .

BACK TO NEWS