د غزني پوهنتون د مالي کمېټې ناسته ترسره او په لړ مهمو موضوعاتو پکې بحث او خبري اتري وشوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۳۳
qw

چهارشنبه: ۶/ ربیع الثاني/ ۱۴۴۶هـ.ق

۱۸/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۹/اکتوبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون د مالي کمېټې ناسته د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد تر مشري لاندي او د دغي کمېټې د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه. غونډه له اجنډا سره سم د کلام الله په څو مبارکو آیاتونو پیل ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي خالد د پوهنتون اړوند د شوو خریداریو د شفافیت او د کمېټې په کړنو باندي خبري وکړې وروسته د دغي کمېټې د تقسیم اوقات، لایحه وظایف، او د عملیاتي پلان په ترتیب، د دغي کمېټې لپاره د منشي د تعین کیدو او د تدارکاتي پلان په تائیدي باندي بحث او خبري وشوې چې دغه موضوعات د کمېټې د غړو له نظریاتو سره سم تائید او تر څنګ یې په یو شمېر نورو متفرقه مسأیلو باندي خبري وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS