غزني پوهنتون کې د اداري همغږۍ او کاري بهیر د پیاوړتیا په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال، الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي، د اداري چارو د لا منظموالي، کاري بهیر د اغېزمنتیا او د اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د یاد معاونیت اړوند اداري کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې په ننۍ ناسته کې پر یو لړ مهمو اداري موضوعاتو بحث وشو او د چارو د لا ښې همغږۍ لپاره لازمې لارښوونې وړاندې شوې.
په ورته مهال شیخ صاحب د وظیفوي غفلت، د وخت د ارزښت، او د مسؤلیت پېژندنې په اړه هم مهمې خبرې وکړې او له ټولو کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې خپلو دندو ته په پوره ژمنتیا او ټاکلي وخت راشي او د مسلک له مخې خپلي چارې مخي ته یوسي.
نوموړي له آمرانو او عمومي مدیرانو څخه هم وغوښتل چې خپل اوونیز راپورونه په منظم ډول هره اوونۍ د یاد معاونیت سره شریک کړي ترڅو کارونه په اغېزمن ډول ترسره شي.

 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ١٨ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۷ مه
۲۰۲۶م، اپریل ٥ مه