غزني پوهنتون کې ګڼ شمېر محصلینو ته د اسلام له نظره د فقر او بېکارۍ علاج تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د ټولو پوهنځيو ګڼ شمېر محصلینو ته د اسلام له نظره د فقر او بېکارۍ علاج تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو.
په یاد سیمینار کې ویناوالو د اسلام د اقتصادي نظام، د کار او کسب ارزښت، د ځان بسیاینې، حلال رزق ګټلو او د فقر د له منځه وړلو او دارنګه په اړوند برخه کې د اسلام او نورو نظامونو پرتله کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل؛ او زیاته یې کړه چې اسلام کار عبادت ګڼي او د ټولنې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د هڅې، تولید او مسؤلیت منلو لارښوونه کوي.
په ورته مهال محصلینو د سیمینار موضوع ګټوره وبلله او څرګنده یې کړه چې دا ډول علمي پروګرامونه د محصلینو د فکري ودې او ټولنیز پوهاوي په لوړولو کې مهم رول لري.
د یادونې وړده چې دې ته ورته علمي سمینارونه له محصلینو سره د اسلام اقتصادي نظام او نورو نظامونو په پرتله او پوهي په زیاتوالي کې ګټور تمامېږي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۷/۰۱/۰۷ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۰۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۲۳ م
