غزني پوهنتون کې د اړیکو جوړونې او ستونزو د حل مدیریت په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
ax

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي، ټولنیزو او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د «اړیکو جوړونې او ستونزو د حل مدیریت» تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې د بېلابیلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و، چې پکې د اغېزناکو اړیکو د جوړولو، د متقابل تفاهم د رامنځته کولو، د ټیمي کار د ارزښت، او د ستونزو د اغېزمن حل لارې چارې تشریح شوې. ویناوالو محصلینو ته د اړیکو د پراختیا، د شخړو د مدیریت او د تصمیم نیونې د مهارتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل؛ او ویې ویل چې روزنیزي ناستې د محصلینو د شخصي او مسلکي ودې ترڅنګ د هغوی د رهبرۍ او ټولنیزو مهارتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
په ورته وخت کې د غزني پوهنتون مسؤلین هم ډاډ څرګند وي، چې د محصلینو د ظرفیت لوړونې او مهارتونو د ودې لپاره به په راتلونکي کې هم ورته علمي او معلوماتي پروګرامونه دوام ولري، څو ځوانان د خپلو زده کړو ترڅنګ د ژوند او کار په ډګر کې د بریالیتوب لپاره اړین مهارتونه ترلاسه کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۷/۰۱/۰۷ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۰۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۲۳ م

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د غزني ولایت د سکتوري ریاستونو او مؤسساتو د همغږۍ په موخه جوړه شوې ناسته کې د غزني پوهنتون له لوري په زیربنایې او څېړنیزه برخه کې غوښتنې او وړاندیزونه شریک شول.

د غزني ولایت اقتصاد ریاست په مشرۍ د سکتوري ریاستونو او مؤسسو ترمنځ د لړ مهمو موضوعاتو د ترسراوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د غزني پوهنتون د علمې څېړنو د مرستیال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د پسرلني سمستر په ازموینو کې د پوهنتون په کچه د لوړو فیصدیو ترلاسه کوونکو ۱۹ تنه ممتازو محصلینو د ستاینې په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت له لوري ۱۹ تنه ممتاز او د نمرو د لوړې فیصدي لرونکې محصلین د ځانګړو مراسمو پر مهال، د تحایفو او ستاینلیکونو په ورکړه وستایل شول.
په دې غونډه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۲۷
Background image

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د روغتیا، حفظ الصحې او سالم کاري چاپېریال د لا ښه تأمین په موخه د ساري ناروغیو د مخنیوي، روغتیا ساتنې او لومړنیو مرستو اړوند معلوماتي او د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د اداري کارکوونکو د روغتیا ساتنې او سالم کاري چاپېریال د لا ښه تأمین په موخه د ساري ناروغیو د مخنیوي، روغتیا ساتنې او لومړنیو مرستو اړوند. . .

BACK TO NEWS