غزني پوهنتون کې د ځینو فرهنګي کړنو د ترسراوي په موخه د فرهنګي کمېټې ناسته ترسره شوه.

gu_user1
Sat, Apr 04 2026 2:21 PM
fg

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت اړوند فرهنګي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د راتلونکو فرهنګي پروګرامونو پر تنظیم او عملي کولو هر اړخیز بحث او لازمې پریکړې وشوې.
د ناستې په پیل کې د محصلانو چارو مرستیال او د فرهنګي کمېټې مسؤل مفتي عزت الله نوري د تېرو فعالیتونو ارزونه وړاندې کړه او ټینګار یې وکړ چې فرهنګي چارې د محصلینو د فکري ودې، ملي هویت د پیاوړتیا او ټولنیز شعور د لوړولو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
وروسته له اجنډا سره سم د پوهنتون په داخل کې د ټولو بیرغونو په نوي کولو او د مخکینو او زاړه شویو بیرغونو په ساتنه؛ او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د پوهنتون په معلومو ځایونو کې د لیکلو او د یادې کمېټې د دایمې غړو په انتخاب او متفرقه موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۱۷ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۵ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۴ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS