د غزني پوهنتون عمومي رئیس د چارو د منظموالې او اداري شفافیت په موخه د کرنې پوهنځۍ د استادانو او کارکوونکو له حاضریو څخه د کنټرول په موخه نظارت ترسره کړ.
د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د چارو د منظمېدو او اداري شفافیت د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي د استادانو او اداري کارکوونکو له حاضریو او د معلوماتي ټیکنالوژۍ د عمومي مدیریت د چارو څخه څارنه او نظارت ترسره کړ.
په یاده لیدنه او څارنه کې رئیس صاحب د کرنې پوهنځي د حاضري منظم ثبت، د کارکوونکو د وخت پابندي، او د اداري فعالیتونو د جریان څرنګوالي ترڅنګ یې د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت کړنې او فعالیتونه له نیږدې وڅارل. نوموړي د پوهنځي د اداري او علمي مسؤلینو سره د ادارې د لا ښې همغږۍ او د کیفیت د لوړوالي په اړه هم مفصلې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ټولو پوهنځیو استادان او کارکوونکي باید د علمي او اداري چارو په ترسره کولو کې بشپړه ژمنتیا او د وخت درناوی وکړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۴ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۲ مه
۲۰۲۶م، فبروري ۲۱ مه
