غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې خپله نوبتي ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د ښه او اغېزمن تطبیق په موخه ترسره کړه.

gu_user1
Wed, Feb 11 2026 3:31 PM
ji

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې خپله نوبتي ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د ښه او اغېزمن تطبیق او په راتلونکې کې د محصلینو لپاره د اصلاحي پروګرامونو د عامه پوهاوي سمینارونو د جوړولو په موخه ترسره کړه.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
 وروسته د کمېټې مسؤلینو د غونډې د اجنډا موضوعات تشریح کړل. د ناستې اساسي تمرکز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د ښه تطبیق، عامه پوهاوي او د اسلامي اصولو پر بنسټ د پوهنتون د چاپېریال د لا اصلاح په اړه وو.
د دغي ناستې ګډونوالو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د یادو فرمانونو په بنرونو کې د چاپ او همداراز په راتلونکې کې د محصلینو لپاره د اصلاحي برنامو په ترسره کولو او د پوهنتون د ټولو کارکوونکو په جماعت د لمانځه په پابندي ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو او متفرقه موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې وشوې.
ناسته په دعایه سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۲۳ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۲۲ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۱۱ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS