د غزني پوهنتون عمومي رئیس د مسلم خصوصي پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو د ارزونې په موخه له یاد پوهنتون څخه لیدنه ترسره کړه.

gu_user1
Tue, Dec 02 2025 5:43 PM
vb

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن او ورسره پلاوي چي پکې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه، د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل شامل وو؛ نن د مُسلم خصوصي پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو د ارزونې په موخه له یاد پوهنتون څخه رسمی لیدنه ترسره کړه. د لیدنې پر مهال د مُسلم پوهنتون مشرتابه، استادانو او اداري مسئولینو د ښاغلي محسن او ورسره پلاوي هرکلی وکړ او د پوهنتون د فعالیتونو، لاسته راوړنو او موجوده اړتیاوو په اړه یې مفصل معلومات ورسره شریک کړل.
وروسته رئیس صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې د خصوصي او عمومي پوهنتونونو ترمنځ همغږي، د کیفیت لوړول او د لوړو زده کړو د معیارونو رعایت د هیواد د تحصیلي سیستم د پیاوړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري. هغه زیاته کړه چې خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو په برخه کې مهم رول لري او باید په خپلو چارو کې د تضمین کیفیت معیارونو ته جدي پاملرنه وکړي.
په ورته مهال رئیس صاحب او ورسره پلاوي د پوهنتون تدریسي، علمي، درسي اسنادو، اداري سیستم او د محصلینو د خدماتو برخې له نږدې وڅېړلې او د مثبتو فعالیتونو ستاینه یې وکړه.
 په اخیر کې د مُسلم خصوصي پوهنتون مشرتابه د یاد پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه او ژمنه یې څرګنده کړه چې د لوړو زده کړو د وزارت د پالیسیو او معیارونو په رڼا کې به د پوهنتون د خدمتونو کیفیت لا لوړوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه ، ١١ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ١١ قوس۱۴۰۴ه ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS