غزني پوهنتون کې د شپږګونو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلینو ته د مونوګراف لیکنې اړوند ښوونیز سمینار ترسره شو.

gu_user1
Sat, Nov 15 2025 2:58 PM
sd

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د شپږګونو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلینو ته د مونوګراف لیکنې اړوند ښوونیز سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و؛ چې پیل یې د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو. 
 وروسته د سمینار موضوع د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور محمد شریف ادیب له لوري وړاندې شوه.  چې پکې د مونوګراف پېژندنه، د څېړنې موضوع ټاکل، د علمي منابعو موندلو، د لیکلو لاري یې، علمي نقل قول، امانت‌دارۍ، د پایلو د تحلیل او د مونوګراف د جوړښت په اړه یې مفصل معلومات له محصلینو سره شریک کړل. 

د سیمینار ګډون‌والو محصلینو دا ډول پروګرامونه ګټور وبلل او ویې ویل چې د څېړنیزو کارونو په ترسره کولو کې به د دوی علمي وړتیا لوړه کړي. دارنګه یې د محصلانو چارو له معاونیت او استادانو څخه مننه وکړه چې د دوی د مسلکي روزنې لپاره دا ډول فرصتونه برابروي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 شنبه ، ۲۴ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۴ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS