غزني پوهنتون کې د رهبرۍ شورا نوبتي ناسته ترسره شوه؛ او په پوهنتون کې د جدولونو او شنو ساحو جوړولو ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
Mon, Oct 27 2025 2:05 PM
gy

غزني پوهنتون کې د رهبرۍ شورا نوبتي ناسته د یاد پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره شوه. چې پکې د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او اړوندو مسؤلینو ګډون درلود.
ناسته د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. وروسته د تیري رهبري شورا پریکړو ته د کتنې ترڅنګ د نوي اجنډا له مخې پر یو شمېر مهمو علمي او اداري موضوعاتو بحث وشو چې د استادانو له لوري د تدریس لړۍ د لا منظمولو او غوره میتودونو کارولو، په وردګ پوهنتون کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو په اړوند ترسره کیدونکي ملي کنفرانس لپاره د مقالو په ترتیب او لیږلو، د ضرورت او اهمیت په اساس په پوهنتون کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پراخیتایې پروژو د یوې کمېټې له لوري ترتیب او له وزارت سره شریکولو، د مسجد شریف ترمیم، په پوهنتون کې د جدولونو جوړول او د استادانو مسلکي انکشاف مرکز په تجهیز  او یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمې پرېکړې تر سره شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 دوشنبه، ۵ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۵ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS