غزني پوهنتون کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې پوهنځي د څېړنیز فارم جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د څېړنیز فارم جوړېدو چارې په چټک بهیر کې دوام لري او تمه ده چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادي پرمختیایي پروژې ټول لګښت ۱۰ میلیونه افغانۍ ښوودل شوی.
په ورته مهال، د مالي او اداري چارو مرستیال شیخ الحدیث عبدالهادي ذوالهادي وایي، دغه څېړنیز فارم چې په شل جریبه ځمکه جوړیږي ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې سږ کال به یې د ځمکي هوارکاري، د خاوري تبدیلي او پر ځای یې د ۵۰۰ متره مکعب حاصل خېزي خاوري اچول، د ژوری څاه کیندل، د اوبو ذخیرې جوړول او د سولر سیستم او ګودام جوړولو چاري به یې په نیږدې راتلونکي کې بشپړي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
محصلین بیا د دغې پروژې له تطبیق څخه خوښي څرګندوي او وایي چې د دغه فارم له جوړېدو سره به د دوی مسلکي وړتیاوې نورې هم پیاوړې شي او د بازار اړتیاوو ته به په ځواب ویلو کې پیاوړي شي. دوی همدارنګه د کرنې د پرمختګ او د سیمهییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ددې ډول پروژو ډېرېدنه مهمه بولي.
د یادونې وړ ده چې غزني ولایت د کرنیزو محصولاتو له پلوه یو مهم ولایت دی او د کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره د پروژو پلي کول به د بزګرانو او ټولنې په اقتصادي وده کې اغېزمن رول ولوبوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه، ۵ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۵ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
