غزني پوهنتون کې د رهبرۍ شورا نوبتي ناسته ترسره او مبتکرو محصلینو ته د ځانګړو امکاناتو د برابرولو ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
Sun, Sep 21 2025 3:08 PM
nk

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٨، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٣٠ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ٢١ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د رهبرۍ شورا نوبتي ناسته د یاد پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره شوه. چې پکې د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او اړوندو مسؤلینو ګډون درلود.
ناسته د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. وروسته د تیري رهبري شورا او د لوړو زده کړو وزرات عالي شورا پریکړو ته د کتنې ترڅنګ لازم تصامیم ونیول شول دارنګه د نوي اجنډا له مخې پر یو شمېر مهمو علمي او اداري موضوعاتو بحث وشو چې د  مبتکرو محصلینو لپاره د ځانګړو امکاناتو برابرول، د پوهنتون د غیر رسمي عوایدو د کنټرول لپاره د ځانګړې کمېټې جوړول.
له فراغت سره سم د محصلینو د فراغت د جدولونو د ترتیب او اسنادو وېش، د کتابونو، علمي مقالو، منوګرافونو او تیزیسونو د څېړنې او ارزونې لپاره د کمېټې ټاکل. د تدریس کېدونکو کتابونو د کتنې او ارزونې لپاره د ځانګړې کمېټې ټاکل او په کرایې اطاقونو کې د اوسیدونکو محصلینو لپاره د یو ځايې اطاقونو په برابرولو او یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمې پرېکړې تر سره شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS